اسلام آباد 16 نومبر (اے پی پی) د مسلم لیګ (ن) لارښودو وئيلي دي د وزیراعظم احتساب کونكے عمران خان نن د عدالت څخه تښتي ٬ الیکشن کمېشن كښې د الف لیلیٰ قصې سره نه د ثبوتونو سره راغلې يو ، زمونږ په ریفرنس عمران خان د ټیکس په پټولو ، ناجائزه روپو څخه بنی ګالا كښې د كور اخستو او په منی لانډرنګ د قامی اسمبلۍ غړيتوب څخه نااهله كيدې شي۔ د شورو په ورځ د الیکشن کمېشن نه بهر د مسلم لیګ (ن) لارښودو طلال چوهدری او دانیال عزیز د خپلو وكيلانو سره میډیا سره خبرو كښې ووئيل د مسلم لیګ (ن) لارښودو د پانامه لیکس رامخې ته كيدو نه څو ورځې پس په 22 اپریل سپریم کورټ ته خط ليکلے ؤ چې د پلټنو لپاره كمېشن جوړ كړې ، مونږ 7 مياشتې وړاندې خپل ځان احتساب له وړاندې كړے وو۔ ده ووئيل د عمران خان په ضد د غیر ملکی فنډنګ کېس د تېرو دوه كالو راهسې الیکشن کمېشن كښې روان دے او هغه د ځواب وركولو څخه انکاری دے، عمران خان د غلط بیانۍ نه پس بيا بخښنې غواړي ۔ دوي ووئيل اول د 35 پنکچرو تور ؤ او بيا ئې ووئيل دا سیاسی بیان ؤ ، هغه بې بنسټه خبرې اولس ته كوي ، د هغه په وجه د چین اولس مشر د پاکستان دورہ ځنډولې شوې ژه ، دوي ووئېل هغه امنيتي رسك دے ، د هغه په حال رحم پكار دے۔ دوي ووئيل عمران خان د نورو د تلاشۍ خبري كوي اوس به د هغه تلاشی اخستلې شي ، دوي ووئيل مونږ د ټولو ثبوتونو سره الیکشن کمېشن ته راغلې يو ۔ دانيال عزيز ووئيل عمران خان دې اوائي هغه خېبر پښتونخوا كښې د احتساب کمېشن ولي جوړ نه كړو ، د غلا غلا چغې دې نه وهي ۔ طلال چوهدری ووئيل عمران خان څخه چې ځواب وغوښتلې شو نو هغه وخت وغوښتو۔
د وزیراعظم احتساب کونكے عمران خان نن د عدالت څخه تښتي
مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ کی دستیابی