اسلام آباد 21 جنوري (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير مخدوم خسرو بختیار په مشرۍ كښې يوه د اعلې پاې غونډه وشوه۔ غونډه كښې د سمندري ??ار?? وفاقي وزير سیّد علي حېدر زېدي، کمانډر سدرن کماند جنرل عاصم سلیم باجوہ،د بلوچستان د اطلاعات وزير ظهور احمد بلېدي او نورو ??ار??اكو ګډون وكړو۔ په غونډه كښې د ګوادر په ماسټر پلان سټي منصوبه د پېشرفت جاج واخستلې شو۔ د ګوا??ر ډوېلپمنټ اتهارټۍ ډي جي ډاکتر سجاد حسېن او د پي ډي سي پېك حسان داٶد په پلان تفصيلي بريفنګ وركرٶ۔ په غونډه كښې ګوادر يو جديد ښار جوړولو ته سلا راغلې۔ اړوندو ادارو ته په سرمايه كارۍ كښې د اضافې لپاره سرمايه كار دوست ليګل فرېم ورك او د ماډلز جوړولو سپارښتنه شوې ۔ په دې موقع وفاقي وزير ووئيل صنعتونه او آئل سټي دې د ښار نه بهر جوړ كړې شي۔۔ وفاقي وزير اړوندو ادارو ته د زمكې اخستل او نور اقدامات باوري كولو سره ده امر وكړٶ چې ښار او ګوادر بندرځائ د پراختيا منصوبې دې ??و بل سره په مطابقت جوړې كړې شي
د مخدوم خسرو بختیار په مشرۍ كښې غونډه
مضمون کا ماخذ : لکی لیپریچون