استنبول 22 اکتوبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وزير محسن نقوي د نهې په ورځ په استنبول كښې پ?? نړي??ال ايکسپو كښې ګډون كړے٬ وفا??ي وزير د نورو هېوادونو نمائندګانو سره د انټرنيشنل ايکسپو 2024 پرانسته كړې، نړي??ال ايکسپو ته په راتګ د تركيه اعلي چارواكو د وفا??ي وزير محسن نقوي هركلے وكړو۔ وفا??ي وزير په دې موقع چيف آف دي ترکش جنرل سټاف جنرل مېټن ګورك سره وليدل۔ محسن نقوي جنرل مېټن ګورك ته د نړي??ال اېكسپو په تابيا مباركي وركولو سره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه ۔ جنرل ميټن ګورك پ?? نړي??ال ايکسپو كښې د پاکستان په نمائندګۍ كولو د وفا??ي وزير محسن نقوي مننه وكړه۔ وفا??ي وزير د نورو هېوادونو استازو سره د اېكسپو دوره وكړه۔ محسن نقوي په اېكسپو كښې د پاكستان آرډيننس فېكټريز د لګولې شوې سټال څارنه هم وكړه او د سټال انتظاميه سره ئې وليدل٬ په دې موقع وفا??ي وزير په اېكسپو كښې د پاكستان د آلات ستائنه وكړه۔ وفا??ي وزير ووئيل استنبول انټرنيشنل ايکسپو كښې جديد مشينري او په آلات ليدلو خوشحاله شوم٬ دا اېكسپو به د دوست هېوادونو ترمېنځه شريكه مرسته زياتولو له مرستياله وګرځي ۔ په دې موقع په ترکيه كښې د پاکستان سفير ډاکټر يوسف جنېد او نور اعلٰې چارواكي هم موجود وو۔ د دې نه وړاندې وفا??ي وزير محسن نقوي په مهمه دوره چې تركيه ته ورسېد نو د استنبول په ائير پورټ په ترکيه كښې د پاکستان سفير ډاکټر يوسف جېند، د ترکيه د داخله وزارت ډائريکټر جنرل مهمت عليدي او نورو اعلي چارواكو د وفا??ي وزير تود هركلے وكړو۔ د يادونې وړ ده داخله وزير محسن نقوي به د دورې په مهال د ترکيه د کابينې وزيرانو او مركزي قيادت سره ملاقاتونه كوي ٬ په دې موقع به شريكې مرستې ته په تل پاتې بنيادونو د ودې وركولو په اړه د خيالاتو څرګندونه كوي٬ بارډر مينجم??ټ، سکيورټي، د بشري قاچاق مخنيوي لپاره به دوه اړخيزه مرسته زياتولو په امكانات د تركيه وزيرانو او قيادت سره خبرې كوي۔
د وفاقي وزير محسن نقوي استنبول كښې په نړيوال اېكسپو كښې ګډون٬ وفاقي وزير د چيف آف دي ترکش جنرل سټاف جنرل مېټن ګورك سره وليدل
مضمون کا ماخذ : مایا کا عروج