اسلام آباد 23 نومبر (اے پی پی) پخوانے لنډ مهاله وزیراعظم معېن قریشی د 86 كالو په عمر واشنګټن كښې په حق رسېدلے دے ?? د پی ټی وی له مخې د پاکستان پخوانے لنډ مهاله وزیراعظم واشنګټن كښې په حق رسېدلې ٬ هغه د اوږدې مودې راهسې د پړپوس په رنځ اخته ؤ۔ معېن قریشی د 18 جولائی 1993ء نه تر 19 اکتوبر 1993ء د پاکستان لنډ مهاله وزیراعظم وه۔معېن قریشی په 26 جون 1930 ء لاهور كښې زېږدلې ؤ۔ د هغه پلار محی الدین قریشی د برتانيې حکومت ملازم ؤ۔ معېن قریشی د لاهور ګورنمنټ کالج څخه ګریجوېشن او بيا ئې د پنجاب پوهنتون څخه معاشیات كښې اېم اے کړې وه ۔ معېن قریشی په فل برائټ اسکالر شپ امریکا ته تللې وو او 1955ء كښې د انډیانا پوهنتون څخه معاشیات كښې پی ایچ ډی ئې كړي وه ۔ پی ایچ ډی نه پس هغه 1955ء كښې پاکستان ته رستون شو او پلاننګ ډویژن كښې ملازم شو خو هغه يو كال پس د نوكرۍ څخه استعفیٰ وركړه او بيا امریکې ته لاړ او آئی اېف اېم كښې ملازم شو۔ 1991ء كښې هغه ورلډ بانك څخه استعفیٰ وركړه او ایمرجنګ مارکیټ اېسوسی ایټس نومی کمپنی ئې جوړه كړه۔معېن قریشی د امریکائي ميرمن سره واده كړے او د هغه څلور بچي شته
پخوانے لنډ مهاله وزیراعظم معېن قریشی د 86 كالو په عمر واشنګټن كښې په حق ورسېد
مضمون کا ماخذ : لاٹری کے سستے ٹکٹ