اسلام آباد 05 جنوري (اے پي پي)وزيراعظم شهباز شريف هدايت كړې چې په راتلونكو دريو كلونو كښې د آئي ټي برآمدات تر 15 ارب ډالر زياتولو لپاره دې عملي اقدامات وكړی شي٬د آئي ټي نصاب دې د انډسټري حاجتونو له مخې جوړ كړې شي٬آئي ټي انډسټري دې خپل برآمدي آمدن پاكستان ته راوړي۔وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د زيارت په ورځ د انفارمېشن ټېكنالوجغ څانګې ودې په اړه يوه مهمه غونډه وشوه۔وزيراعظم د حكومت او آئي ټي انډسټري ترمينځه همغږۍ ودې او د آئي ټي انډسټري مسئلو حل كولو لپاره د يو اسټينډنګ كمېټۍ جوړولو سپارښتنه وكړه۔وزيراعظم د آئي ټي انډسټري مسئلې په سمدستي توګه د حل كولو باور كولو سره اړوند چارواكو ته په دې حقله د اقداماتو سپارښتنه وكړه۔وزيراعظم د آئي ټي انډسټري له خپل برآمدي آمدن پاكستان ته د راوړولو ترغيب وركولو سره ووئيل چې پاكستان د انفارمېشن ټېكنالوجي په څانګه كښې لويې استعداد لري د كومې څخه ګټې پورته كولو ته چې اړتيا ده۔وزيراعظم ووئيل د آئي ټي برآمدات راروانو دريو كلونو كښې 2.6 بلين امريكائي ډالر څخه 15 بلين امريكائي ډالر ته رسولو لپاره دې عملي اقدامات په ترجيحي بنيادونو وكړې شي۔د آئي ټي انډسټري نمائندګانو باور وركړو چې آئي ټي انډسټري د هېواد په معيشت كښې كردار ترسره كولو له حكومت سره ده۔وزيراعظم د آئي ټي څانګې ودې په حقله يوه غونډه كښې د حكومت او آئي ټي انډسټري ترمينځه همغږۍ ودې او د آئي ټي انډسټري مسئلو حل كولو له د يوې سټينډنګ كمېتۍ جوړولو سپارښتنه هم وكړه۔د غونډې ګډون كونكو سره په خپلو خبرو كښې وزيراعظم ووئيل پاكستان د انفارمېشن ټېكنالوجي په څانګه كښې لويې استعداد لري۔ده ووئيل د پاكستان انټرپرينيورز د آئي ټي سېكټر ودې او پرمختګ كښې مهم كردار لري۔وزيراعظم ووئيل داسې ايكسپورټرز كومو چې د آئي ټي ټي ايكسپورټس كښې زياتوالي لپاره كردار ترسره كړې٬هغه به په حكومتي كچه ستائېلې شي۔د آئي ټي انډسټري نمائندګانو غونډه د خپل آپرېشنل مسئلو څخه خبر كړه او د دغې مسئلو حل په حقله يې خپل تجاويز هم وړاندې كړل
د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د انفارمېشن ټېكنالوجي څانګې ودې په اړه مهمه غونډه٬راتلونكې دريو كلونو كښې د آئي ټي برآمدات تر 15 ارب ډالر رسولو لپاره د عملي اقداماتو سپارښتنه
مضمون کا ماخذ : apostas dupla sena