لاهور 21فروری (اے پی پی)د وزيراعظم د سياسي چارو صلاحكار قمرزمان كائره وئېلي دي هېواد د نورو غلطو متحمل كېدے نه شي٬ ټولو سياسي ګوندونو له سياسي اختلافات يو خوا كولو سره د هېواد سلامتيا لپاره په يو پليټ فارم د راجمع كېدو ضرورت دے ٬د صوبائي اسمبلو د ټاكنو نېټې په معامله كښې د صدر هېڅ كردارنشته٬په آئين كښې د ټولو عهديدارو ذمه وارۍ ښكار دي۔ده د دې خيالاتو څرګندونه د نهې په ورځ په ګورنر هاؤس لاهور كښې يو خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړه۔په دې موقع د پاكستان پيپلز پارټۍ سينئر لارښود چوهدري منظور احمد او نور هم هغه د سره وو۔قمرزمان كائره ووئيل اصل طاقت د اولس دے او اولس هر څه ويني٬عمران خان په ضمانتونو ضمانتونه اخلي او اولس د جيل بهرو تحريك لپاره تياروي۔ده ووئيل د ترهه ګرۍ خاتمې لپاره به د امنيتي ادارو قربانۍ بې ضائع نه ځي٬مونږ په خپلو امنيتي ادارو وياړ لرو٬د ترهه ګرۍ او انتهاخوښۍ خاتمې لپاره د بهټو په وژن به عمل كول وي ۔ده ووئيل اولس٬علماﺀ كرام٬زده كوونكو او د هر مكتبه فكر كسانو له به دا هېواد د ترهه ګرۍ څخه بچ كولو او د هېواد معيشت بهترۍ لپاره خپل كردار ادا كول وي۔ده ووئيل د صوبائي اسمبلو د ټاكنو تاريخ په معامله كښې د صدر كوم كردار نشته ٬صدر ته دا اختيار نشته چې هغه آئيني حدود څخه تجاوز وكړي ٬صدر مملكت د پي ټي آئي د وركر په حېث سره كار كوي٬د خپل مشر په وېنا هر څه كوي٬په آئين كښې د ټولو عهديدارانو ذمه وارۍ ښكاره دي٬ ده ووئېل صدر د آئين څخه به تجاوز كولو د ټاكنو نېټه وركوي٬صدر مملكت له د آئين پاسداري كول پكار ده۔ده ووئيل ټولو سياسي ګوندونو له سياسي اختلافات يو خوا كولو سره د هېواد سلامتيا لپاره په يو پليټ فارم د راجمع كېدو ضرورت دے۔
ټولو سياسي ګوندونو له د سياسي اختلافات يو خوا كولو سره د هېواد سلامتيا لپاره په يو پليټ فارم د راجمع كېدو ضرورت دے ۔د وزيراعظم صلاحكار قمرزمان كائره كائره خبري كنفرنس ته وېنا
مضمون کا ماخذ : لوٹومینیا