اسلام آباد 22 فروری (اے پی پی)ګوادر د پاكستان ښه پروژه ده٬حكومت دې ته په خاص توګه پام كوي۔دا خبره د ميري ټائم آفيئررز لپاره د قامي اسمبلۍ قائمه كمېټۍ كښې د ميري ټائم افيئرز وفاقي وزير علي زيدي كړې۔د كمېټۍ غونډه د چيئرمېن مير علي عامر مګسي پھ مشرۍ كښې په پارليمنټ هاؤس كښې وشوه۔كمېټۍ ته د بريفنګ وركولو په مهال وفاقي وزير ووئيل چې ګوادر ته د ايران څخه برېښنا وركړې كېږي٬هلته د رابطو٬اوبو پشمول نور?? آسانۍ وركولو له هڅې ر??ان دي۔علي زيدي ووئيل چې د نړۍ 80 فيصده تېل د ګوادر څخه تېرېږي خو هلته شپ يارډ نشته دې۔ده ووئيل چې شپ يارډ جوړولو لپاره كار ر??ان دې٬د دې د جوړولو سره به د 20 نه تر 25 زره خلكو ته د روزګار موقع ترلاسه شي۔ميري ټائم كمېټۍ ته د كراچۍ پورټ ټرسټ٬ګوادر پورټ اتهارټي٬پاكستان نېشنل شپنګ كارپورېشن بې??و او ملازمينو شمېرې او هغوي ته د آسانيو وركولو په اړه هم بريفنګ وركړی شو۔په غونډه كښې د پاكو اوبو او پلانټس لګولو او كبان نيونكو تربيتي ادارو هم جاج واخستلې شو
ګوادر د پاكستان د سباؤن ښه پروژه ده٬حكومت دې ته په خاص توګه پام كوي۔د ميري ټائم وفاقي وزير
مضمون کا ماخذ : لیپریچون کی خوش قسمتی۔