سراجيوو 21 دسمبر (اے پي پي) پاكستان او ب??سن??ا د تجارت٬ كركيلې٬ ټيكسټائل٬ تعليم او د دفاع په اړه د دوه اړخيزه مرستې لا مستحكمولو ته سلا شوي دي۔ دا سلا د شورو په ورځ په سراجيوو كښې د وزيراعظم محمد نواز شريف او د هغه د ب??سن??ا هم منصب ډاكټر ډينس زېوزديك ترمېنځه يو په يو ملاقات په مهال راغلې ده۔ ملاقات كښې وزيراعظم محمد نواز شريف ووئيل پاكستان ب??سن??ا سره اړيكو ته ډېر اهميت وركوي او د ب??سن??ا لخوا د تجارت٬ دفاع او كلتور په څانګو كښې د شريكو پروژو به هركلې وكړي۔ د ب??سن??ا وزيراعظم ډاكټر ډينس زېوزديك ووئيل د پاكستان او ب??سن??ا ترمېنځه د تعليمي او كلتوري رابطو زياتولو سره د دواړو هېوادونو د پبلك سېكټر ادارو ترمېنځه مرسته زيا تېدې شي۔ وزيراعظم محمد نواز شريف د دواړو هېوادونو ترمېنځه په نړيواله او د ملګرو ملتونو په كچه اوسنې مرسته وستائيله۔ ده د دواړو هېوادونو د پارلمانونو او اول?? ترمېنځه د روابطو په زياتولو ټينګار وكړو۔ د دې نه پس دواړو مشرانو د پلاويو په كچه د خبرو اترو مشري وكړه۔ په دې موقع د وزيراعظم د خارجه چارو خاص مرستيال طارق فاطمي او په ب??سن??ا كښې د پاكستان سفير لېفټېننټ جنرال ﴿ر﴾ سليم نواز هم موجود وو۔
د وزيراعظم محمد نواز شريف او د هغه د بوسنيا هم منصب ډاكټر ډينس زېوزديك ملاقات
مضمون کا ماخذ : ٹکٹ خریدنے کے حوالے سے الفاظ