ټنډوجام 28 اپرېل (اے پی پی) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئېلي دي چې ټنډو جام كښې د ګاز پروسيسنګ فسيلټي مهمې قامي پروژې بشپړېدل او پرانسته د خوشحالۍ خبره ده٬پاكستان م??لم ليګ(ن)حكومت نه يوازې وړاندې څخه روانې پروژې بشپړ كړي بلكې نوې پروژې پېل كولو سره ئې هغه هم په وخت هم بشپړ كړي٬د ګاز پېدا كونكو سيمو پرمختګ په اړه به نور اقدامات كولې شي٬د پرمختيائي پروژو بشپړول د م??لم ليګ(ن) او پخواني وزيراعظم محمد نواز شريف د وژن عكاسي ده٬مونږ اولس سره شوي لوظونه ترسره كوو٬مونږ اولس له د ګاز وركولو سره سره د ګاز معيار هم ښه كړی٬هېواد كښې جمهوريت سره د كوټلي پرمختګ عمل باوري كېدې شي٬اولسي خذمت د م??لم ليګ(ن)حكومت تګلار ده٬م??لم ليګ(ن)د پاكستان د تاريخ ښه او متوازن ??جټ وړاندې كړی۔د خالي په ورځ ډنډو جام كښې د ګاز پراسيسنګ فسيلټي پرانستې دستورې ت?? په خپل خطاب كښې وزيراعظم ووئيل چې د برېښنا٬ګاز او توان پشمول د نورو څانګو په پرمختيائي پروژو دې مخالفين زمونږ سره مناظره وكړي۔ده ووئيل د هېواد د پرمختګ ادعا كونكي دې په خپل وخت كښې يوه لويه پروژه وښائي٬وزيراعظم ووئيل چرته چې نن زه ??وج??د يم دلته هم سړكونه م??لم ليګ(ن)جوړ كړي وو۔ده ووئيل مونږ د قامي معيشت په بېلو څانګو كښې دومره كار كړې دومر?? په تېرو 65 كلونو كښې نه و شوې۔ده ووئيل د م??لم ليك(ن)حكومت چې په تېرو پنځو كلونو كښې كوم كار كړې پھ تاريخ كښې مثال نه لري۔په مونږ تورونه لګونكي ك??ې دې يو تور ثابت كړي۔ده ووئيل بېلو ادارو كښې كار كونكي اهلكار د م??لم ليګ(ن)كاركردګۍ څخه خبر دي مونږ چرې هم هغوي ته نه دې وئېلي دي چې دا ټهيك?? په سفارش چا له وركړئ۔موڼږ د قامي پرمختګ لپار?? په سپيځلتيا باور لرو۔ده ووئيل حكومت هېواد كښې د امن وضعه ښه كړې٬وړاندې به د كراچۍ وګړي د كورونو څخه وتلو سره يرېدل٬نن د كراچۍ رڼاګانې بحال شوي۔ده ووئيل نړيوال سرمايه كار پاكستان كښې د سرمايه كارۍ موقعو څخه استفادې لپاره هېواد كښې ??وج??د دي او د هېواد لويې تجارتي مركز كراچۍ كښې هره ورځ څه نه څه نړيوال كنفرنس يا پروګرام كېږي۔ده ووئيل هېواد كښې د جمهوريت سره د كوټلي پرمختګ عمل باوري كېدې شي۔د راروان كال 19-2018 بجټ په اړه ده ووئيل م??لم ليګ(ن)د پاكستان د تاريخ ښه او متوازن ??جټ وړاندې كړی دغسې زمونږ مخالفينو به د بجټ نه وړاندې كولو خبره كوله۔د حكومت دا مېنډېټ دې چې تر آخري ورځ كار وكړي دغسې چې د قامي پرمختګ عمل روان وساتلې شي۔ده ووئيل اولس حكومت له تر آخري ورځ د كار كولو مېنډېټ وركړی۔ده ووئيل كه نوې حكومت په بجټ كښې بدلون كول غواړي نو كولې شي خو نوې حكومت به هم د م??لم ليګ(ن) وي۔ده ووئيل زمونږ مخالفين يوازې خبرې كوي او مونږ كار كولو سره ښودلې۔په بجټ كښې په اولس د ټېكس بوج كم كړې شوې۔ده ووئيل كه مالداره ټېكس نه وركوي نو د هغې بوج ب?? په غريبانو پريوځي كومه چې ناانصافي ده۔ده ووئيل د هېواد د وړومبي واټر پالېسۍ جوړولو اعزاز هم م??لم ليګ(ن) ته ترلاسه دې او د پالېسو تسلسل سره به پاكستان پرمختګ كوي۔وزيراعظم ووئيل م??لم ليګ(ن)چې كومې وعدې كړي هغه يې پوره كړي٬اوس به اولس له پريكړه كول وي چې ټول ټاكنو كښې څوك منتخب كوي۔دستوره كښې سناتورې راحيله مګسي٬د او جي ډي سي اېل اعلٰی چارواكو پشمول د بېلو ادارو او كاروباري كسانو پشمول د سيمې مشرانو ګډون وكړو۔وزيراعظم په دې موقع د او جي ډي سي اېل كاركردګي وستائېله
ټنډو جام كښې د ګاز پروسيسنګ فسيلټي مهمې قامي پروژې بشپړېدل او پرانسته د خوشحالۍ خبره ده٬پاكستان مسلم ليګ(ن)حكومت نه يوازې وړاندې څخه روانې پروژې بشپړ كړي بلكې نوې پروژې پېل كولو سره ئې هغه هم په وخت هم بشپړ كړي
مضمون کا ماخذ : estatisticas lotomania