اسلام آباد۔27جولائی(اے پی پی)د پاكستان او خليجي رياست بحرېن د ګډې وزارتي كمېشن دويمه غونډه نن د شورؤ په ورځ د بحرېن پل??زمينه منامه كښې پېل كېږي كومه كښې به چې دواړه هېوادونه اقتصادي او تجارتي مرسته زياتولو له د تفاهم دستاوېز لاس ليك كوي۔ د سرمايه كارۍ بورډ چارواكو اے پي پي ته وئيلي د تفاهم دستاوېز مقصد يو داسې فرېم ورك جوړول دي چې له مخې ئې خپلې هلې ځل?? او منصوبې په ګډه مخ په وړاندې روانې كړې شي او د دوه اړخيزه خوښی په څانګو كښې د يو بل د علم ٬ تجرب?? او تكنيكي پوهې نه استفاده وكړې شي۔ د بحرېن پل??وي مشري د بحرېن خارجه وزير ډاكټر عبد الل??يف بن راشد الزياني او د پاكستاني پل??وي مشري به خارجه وزير شاه محمود قرېشي كوي۔ پاكستاني پل??وي كښې به د سرمايه كارۍ بورډ ٬ پټرولېم ډویژن، تجارت وزارت ٬ د اقتصادي چارو وزارت ٬ خارجه وزارت او د سمندر پورې پاكستانيانو وزارت اعلی چارواكي شامل وي۔ وزارتي غونډه كښې به سياسي ، دفاعي، اقتصادي، تجارتي، مالیاتي ، بې??کا??ۍ۔ صنعتي ، صحت عامه، سمندر پورې ملازمتونو ، اعلیٰ زده كړو ، سائنس وټېکنالوجی، اطلاعات، فن، كر كېله، لائیوسټاک، كلتوري مرست?? او د پارلیمانی تبادلو څانګو ته خصوصي پاملرنه كولې شي۔ د دواړو هېوادونو د وزارتي كمېشن اولنۍ غونډه د كال 2017 فرورۍ مياشت كښې اسلام آباد كښې شوې وه
د پاكستان او بحرېن وزارتي كمېشن دويمه غونډه د شورؤ په ورځ منامه كښې كېږي
مضمون کا ماخذ : اسرار ریلز