اسلام آباد 07 اكتوبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب وئيلي دي حكومت نيب آرډيننس جاري كړے ،په دې اړه د اپوزيشن پرېس كنفرنس د غلو د شور كولو مترادف دے، شاهد خاقان عباسي، خواجه آصف او په احسن اقبال د نيب كيسونه دي،داسې ښكاري چې د مسلم ليګ (ن ) ټول قيادت د خوښي مشغله د اولس خ??مت نه غلا وه،څومره تكليف چې د هغوي په مخونو تر نظره كېدو د دغې ټول خفګان وجه 34 نكات دي كوم چې د فيټف قانون سا??ۍ په مهال اپوزيشن وركړې وؤ ، د نيب بندولو لپا??ه 34 شقونه دوي راوړي و ؤ،ن ليګ د 90 په لسيزه كښې د موټر ويز، تحفظ اقتصادي اصلاحات ايكټ ترمخه مني لانډرنګ كړے ،بهر هېوادونو كښې ئې جائيدادونه اغستي ،په نيب آرډيننس تنقيد كوونكي بايد په تحفظ اقتصادي اصلاحات ايكټ 1999 بخښنه اوغواړي۔ده د زيارت په ورځ د پارلماني سيكرټري مليكه بخاري سره خبري كنفرنس ته وينا كوله۔ وزيرمملكت فرخ حبيب ووئيل په 34 شقونو كښې ليكلې شوې وؤ چې تر يو ارب روپو كرپشن نه وي ،كرپشن په ل??هونو ،كروړونو او اربونو كيږي، اقتدار كښې د راتللو سره ناجائزه ذريعو څخه د اثاثو جوړولو اجازه په هيڅ صورت نه شي وركړے كيدے،نن چې څوك په آرډيننس تنقيد كوي،د هغوي په كرپشن كښې ككړ دي۔ ده ووئېل شريف وروڼه د پرويز مشرف پښو نيولو نه پس 10 كاله ل??اره بهر تللي وؤ۔ده ووئيل د هغوي په كرپشن لوئې ميډيا فورمز كښې بحث شوے او كتابونه ل??كلې شوي، شهباز شريف او د هغه په كورنۍ د 7 اربه روپو د ټي ټيز كيس روان دے، د يو بېنك څخه ټي ټيز نامعلومه كسانو ليږلي ، دغسې د نامعلومه وګړو اكاؤنټس څخه په اربونه روپو مني لانډرنګ شوے۔ده ووئيل نيب قوانين كښې په نيك نيتۍ تراميم شوي، كاروبار كښې د آسانيو په اړه حكومت اقدامات كړي،د نيب چيئرمېن تقرري لپاره قانون غلے ؤ ، آئين څخه لاره اخستلې شوې ۔ده ووئېل چرته چې ډيډ لاك وي نو معامله به پارليمان ته ځي ،پارليمان له مو عزت وركړے ،پارليماني كمېټي ګډون هغوي ته ښ?? نه ښ??اري۔ده ووئيل نيب آرډيننس يو كوټلے تراميم دے ، نيب نظام به لا فعاله او قوي كولې شي، چرته چې جمهوريت او اختيارات وي هلته احتساب كيږي، د دې نه زيات بې كاره اپوزيشن مو تر نن ورځې نه دے ليدلے ۔ ده ووئېل كه په څه چاره اعتراض لري نو په عدالت كښې دې چيلنج كړي۔
حكومت د نيب آرډيننس جاري كړے ،په دې اړه د اپوزيشن پرېس كنفرنس د غلو د شور مترادف دے، د اطلاعات او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب پرېس كنفرنس
مضمون کا ماخذ : مردہ یا زندہ II