حوېلي بهادر شاہ (جھنګ) 07 جولائي (اے پي پي) وزیراعظم محمد نواز شریف د جمعې په ورځ ضلع جهنګ كښې د حوېلي بهادر شاہ پاور پلانټ د 760 مېګاٶاټ د وړومبي يونټ باقاعده پرانسته وكړه۔ په دې موقع د پنجاب اعلٰی وزير شهباز شریف، وفاقی وزیران خواجه آ??ف، شاهد خاقان عباسي، احسن اقبال، د اوبو او برېښنا دوهم وزير عابد شېر علي، صوبائي وزيران او نورو اعلٰی چارواكي موجود وو۔ وزیراعظم د تختې مخ كتنه كولو سره د منصوبې پرانسته وكړه ۔ په دې موقع د هېواد پرمختګ او سوكالۍ لپاره دعا هم وكړې شوه۔ د يادونې وړ ده چې د دې منصوبې د مجموعي پېداوار ګنجائش 1230 مېګاٶاټ دے او دې سره به د اېل اېن جي د لارې برېښنا پېدا كولې شي٬ دا كمبائنډ سائيكل پاور پلانټ دے او د 21 مياشتو په مختصره موده كښې د دې وړومبي پاور پلانټ پېداوار پېل كړې دے۔ د سول ??رك بشپړېدو ، د سوېچ یارډ، کولنګ ټاورز، د اېندھن ذخیرہ كولو ټېنكس ٬ د ګاز ټربائن او د جنرېټر لګولو كار نه يوازې د پاكستان په تاريخ كښې په رېكارډ بلكې په نړيواله كچه هم په رېكارډ موده كښې ترسره كړے شوے دے۔ د چین د مېسرز پاور كنسټركشن كارپورېشن كمپنۍ او د پاكستان قومي انجينئرنګ لمېټډ كمپنۍ په كاميابۍ سره د وړومبې يونټ كار بشپړه كړے دے۔ په دې منصوبه كښې تر ټولو نوے ټېكنالوجي كارولې شوې او په اېل اېن جي د دې اېفيشنسي 62.44 فيصده دے۔ د نېپرا لخوا د وركړې شوې اپ فرنټ ټېرف كه موزانه وكړې شي نو په دې منصوبه كښې 57 اربه روپۍ بچت شوے دے دې منصوبې سره به په كلنه توګه 2 ار??ه روپۍ بچت كېږي۔د حوېلي بهادر شاہ پاور پلانټ ټربائنو لګول ??م په رېكارډ موده كښې شوې او ټربائن د رارسېدو نه پس په 94 ورځو كښې او دوېم ټربائن په 74 ورځو كښې لګولے شوې
وزیراعظم نواز شریف د حوېلي بهادر شاہ پاور پلانټ د 760 مېګاٶاټ د وړومبي يونټ باقاعده پرانسته وكړه
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کی پیشن گوئی