اسلام آباد16مئی(اے پی پی)د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئېلي دي چې ګڼ شمېر وګړي په زير التوا مقدمو كښې”ګډ ټو سي يو”ته سترګې په لار دي٬د 9 مئي پېښې ذمه وار عمران خان دے د چا په وېنا چې په جي اېچ كيو٬حساسو ادارو او رياستي املاك بريدونه شوي٬په دې پېښو ټول قام غم جن دے٬پي ټي آئي چې څه كړي دښمن هم داسې نشي كولې٬د شرخوښو په ضد به د قانون له مخې كاروائي كېږي٬پي ډي اېم د عدليې د وقار په خاطر احتجاج كړی٬يوه ګمله هم نه ده ماته شوې۔د نهې په ورځ خبري كنفرنس ته په وېنا كښې د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب د پېټروليم مصنوعاتو كښې په كمي اولس له مباركي وركولو سره ووئيل چې د خزانې وزير مشكل معاشي صورتحال باوجود پېټروليم مصنوعاتو كښې كمي كولو سره اولس له لويې رېليف وركړې۔دې ووئيل عمران خان په خپلو څلورو كلونو كښې معاشي تباهي كړې٬د آئي اېم اېف پروګرام يې معطل كړې٬مونږ د آئي اېم اېف په پروګرام بيا خبرې اترې پېل كړي او په هغې كار روان دے٬د 9 مئي پېښې په اړه په خپلو خبرو كښې وفاقي وزيرې ووئيل په دې پېښه ټول قام غم جن دې٬مونږ ټول د دې سخته غندنه كوو۔دې ووئيل د عمران خان پشمول د پي ټي آئي كوم هم لارښود د دې پېښو غندنه نه ده كړې ځكه چې هغوي ټولو د دې پیښو منصوبه بندي په زمان پارك كښې د عمران خان په حكم كړې وه۔مريم اورنګزېب ووئيل د عمران خان ټول سياست په فساد او د هېواد په ضد په سازش اډانه دې۔دې ووئيل كله چې د نواز شريف په دور كښې هېواد پرمختګ كولو٬د آئي اېم اېف پروګرام بشپړ شوې وو٬ټولې منصوبې مخ په وړاندې روانې وې٬هغه وخت عمران خان په دهرنا كښې بوښت وو او په پارليمان يې لعنت وئېلو۔دې ووئيل فارن ايجنټ نن دروغ وائي چې په 9 مئي څه شوي هغه ايجنسو كړي٬د مراد سعيد آډيو او پیغامونه اولس اورېدلې دي آيا هغه د ايجنسۍ تن دے؟۔ياسيمين راشد او اعجاز چوهدري په حساس ودانو د بريدونو حكم كولو هغه هم د ايجنسۍ كسان دي؟د پي ټي آئي قيادت د 9 مئي په ټولو پیښو كښې ككړ دې۔
ګڼ شمېر وګړي په زير التوا مقدمو كښې”ګډ ټو سي يو”ته سترګې په لار دي٬د 9 مئي پېښې ذمه وار عمران خان دے۔مريم اورنګزېب
مضمون کا ماخذ : گنہر نا لوٹیریا