اسلام آباد 07 جولائی (اے پی پی(د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب پنځه ګولډ ميډل ګتونكي د حافظ آباد ذهين او خواري كښ ځوان محسن علي ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كولو سره وئېلي چې دا د رشك قابل او دوياړ وړ محمد محسن علي د كاميابۍ كيسه نه بلكې د تعليم د لارې د ځوانانو ژوند او په ټولنه كښې د بدلون راوستلو وژن او د سوچ د كاميابۍ يو ښه مثال هم دې۔د جمعې په ورځ په خپل يو ټوېټ كښې د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب ووئيل چې پنځم ګولډ ميډل ګټونكے د حافظ آباد د مياں رحيما كلي دې ذهين او خواري كښ ځوان محسن علي د پاكستان ځوانانو ته د كاميابۍ راز وښودلو۔ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب ووئيل چې نن محسن علي هم په دې ميوكالج لاهور كښې ليكچرار دې چې ورسره نزدې يو د روټو تندور دې۔ ده به روټۍ لګولو سره خپلې كورنۍ لپاره حلال رزق پېدا كولو۔دې ووئيل چې وزيراعظم شهباز شريف نن محسن علي ته د كروړونو پاكستانيانو په وړاندې ځان ته رانزدې كولو سره شاباشې وركړو۔يو شاباش نواز شريف او شهباز شريف ته هم وركول پكار دي د كومو وژن چې محسن علي او د هغه په څير ګڼ شمېر غريبانان د كاميابۍ تر دې منزل رارسولي او د دوئي د خوب په ريښتيا كولو كښې يۍ د دوئي عملي مرسته كړی۔ هم دا وي وژن او هم دا وي د اولس ټاكلې مشرتابه
د وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب پنځه ګولډ ميډل ګټونكي ځوان محسن علي ته د عقيدت پیرزوېنې ۔۔۔۔۔محسن علي پاكستاني ځوانانو ته د كاميابۍ راز وښودلو۔ مريم اورنګزېب
مضمون کا ماخذ : پھل اور سات