اسلام آباد 28 ستمبر (اے پی پی) د پیپلز ګوند چیف وهپ اعجاز جھاکھرانی سید خورشید شاہ د كروندګرو لاريون كښې د ګډون كولو څخه په منع كولو ووئيل دا د افسوس وړ خبره ده۔ د شورو په ورځ قامی اسمبلۍ كښې د اعتراض په نكته اعجاز جھاکھرانی ووئيل د مخالفې ډلې مشر سید خورشید احمد شاہ لاهور كښې د كروندګرو په لاريون كښې ګډون له روان ؤ ، د هغه په لاره كښې کنټینر اېښودے شوے او منع كړې شوې ، ده پوښتنه وكړه ولې مونږ دې ډول جمهوریت له قربانۍ وركړې وي۔۔ ده غوښتنه وكړه چې د امناكه لاريون اجازه دې وركړې شي۔ سپیکر وفاقی وزیر شیخ آفتاب احمد ته سپارښتنه وكړه چې تفصیلات ترلاسه كړي او ایوان خبر كړي
مضمون کا ماخذ : لاٹری نمبر کا انتخاب