اسلام آباد 24 جون (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف او د ګيټس فاؤنډېشن چيئرمېن بل ګيټس د نېشنل ايمرجنسي آپريشنز سنټر(اېن اي او سي) دوره وكړه ۔وزيراعظم او د ګيټس فاؤنډېشن چيئرمېن د اېن اي او سي بېلو برخو دوره وكړه چرته چې پوهانو د دې ادارې آپريشنز په اړه دوي خبر كړل ۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي پرېس ريليز له مخې د نېشنل ډيزاسټر منيجمنټ اتهارټي(اېن ډي اېم اے)چيئرمېن لېفټيننټ جنرل انعام حېدر ملك ګډون كوونكو ته د اېن ډي اېم اے او د اېن اي او سي په اړه يو جامع بريفنګ وركړو چې پكښې قدرتي آفت او بشري هلو ځلو له امله د راپیدا شوو پیښو پشمول د كوم هم آفت پيشنګوئي او مخ نيوي لپاره وړومبي او پس عوامل شامل دي۔د ګيټس فاؤنډېشن چيئرمېن په اېن اي او سي كښې د جديد ترين آسانيو ستائنه وكړه او د آفات زيان كمولو او د دغې په نتيجه كښې د بيا رغونې او بحالۍ تندولو لپاره د هغوي د پيشينګوئي په اهميت ئې زور راوړو۔د دې نه پس وزيراعظم٬د ګيټس فاؤنډېشن چيئرمېن٬د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ٬د وزيراعظم د موسمياتي بدلون كوآرډينيټر رومينه خورشيد عالم٬ انټرپرينيورز٬د موسمياتي بدلون ممبرز او پوهانو يو انټرايكټو غونډه كښې هم برخه واغسته۔په غونډه كښې د صحت٬غذائي تحفظ٬صنفي توازن٬ د رنځورانو مخ نيوي٬موسمياتي بدلون٬ډيزاسټر منيجمنټ٬موسمياتي بدلون او نورو ګڼو څانګو په اړه جديد اقدامات او په خاص توګه د پاكستان ماحول تر مخه د ستونزو په حل كولو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔۔په دې مهال وزيراعظم محمد شهباز شريف د ګيټس فاؤنډېشن چيئرمېن بل ګيټس مننه وكړه او د هغه د پاكستان په ګڼو څانګو كښې مرستې لپاره ئې د عزم ستائنه وكړه كوم څخه به چې عام كس ته مرسته ورسي
وزيراعظم محمد شهباز شريف او د ګيټس فاؤنډېشن چيئرمېن بل ګيټس د نېشنل ايمرجنسي آپريشنز سنټر دوره
مضمون کا ماخذ : میگا فارچیون