اسلام آباد 08 فروري (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان د احتساب او مېرټ نظام كښې بهتري بنيادي اصول ګرځولو سره وئيلي دي حکومت نېك نيتۍ سره اصلاحاتي اېجنډا راوړې ا?? د ??ولس خېر ښګړې په خاطر نظام كښې د بهترۍ خوښي لرو ٬ زمونږ د حكومت مشن دا دے چې بېورو كرېسي د سياسي لاس وهنې نه وساتلې شي او هره ټاكنه د مېرټ په بنيادي وكړئ شي ۔ وزيراعظم دا خبرې د جمعې په ورځ د سول سروس ريفامرز ټاسك فورس غونډې مشرۍ په مهال كړې۔ وزیراعظم په دې موقع ووئيل د 60 او 70 په لسيزه كښې د پاكستان سول سروس د منطقې غوره سروس ٶ او د منطقې نور هېوادونه به دلته زده كړې له راتلل٬ له بده مرغه سياسي لاس وهنې سره د سول سروس زوال پېل شوې۔ ده ووئيل حکومت نېك نيتۍ سره اصلاحاتي اېجنډا راوړې ا?? د ??ولس خېر ښګړې په خاطر نظام كښې د بهترۍ خوښي لرو ٬ احتساب او مېرټ د نظام د بهترۍ اصول دي۔ ده ووئيل زمونږ د حكومت مشن دا دے چې بېورو كرېسي د سياسي لاس وهنې نه وساتلې شي او هره ټاكنه د مېرټ په بنيادي وكړئ شي۔ ده ووئيل په خېبرپښتونخوا ??ښې زمونږ حكومت د سروس په انتظامي ډهانچه كښې بدلون وړې چې په سوب ئې ګورننس كښې بهتري راغلې۔ ده ووئيل سول ملازم په هسې تنګولو سره كار اودرېږي٬ په پوسټ به د ملازمت مودې ته تحفظ وركوٶ دغسې چې د كاركردګۍ تسلسل په ځائ پاتې شي۔ وزیراعظم ووئيل د سركار تر انتظام لاندې كمپنو ا?? د ??دارو په بورډز كښې شهرت لرونكي او اهل كسان شاملوٶ دغسې چې اولس ته بهتره آسانۍ او سروسز وركړې شي۔ ده ووئيل د تعليم او صحت څانګې زيات اهميت لري٬ د وسائل?? د ??ياع به لاره نيول وي۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل د سپېشلائزېشن دور دے٬ په هره څانګه كښې كار پوهه كار كولې شي ٬ ګرده نړۍ كښې په پرمختيائي هېوادونو كښې يو قدر مشترك دے او ھغه پوهان په مېرټ بهرتي كول دي۔ وزیراعظم ووئيل د لوكل ګورنمنټ يو داسې ماډل راوړوندې كوٶ چې پكښې به ځائي نمائندګان د اولس خېرښګړې له بشپړه كردار لوبوي۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل د سياست مدارو تربيه هم ضروري ده دغسې چې سول سروس د سياسي لاس وهنې نه بچ كړې شې او سركار?? چارواكي د ېرې او خطر نه غېر خپلې ذمه وارۍ ترسره كړې شي
د وزیراعظم عمران خان د سول سروس ريفامرز ټاسك فورس غونډې مشرۍ په مهال خبرې
مضمون کا ماخذ : خلائی جنگیں