اسلام آباد 09 اپرېل (اے پي پي)د قانون وفاقي وزير اعظم نذير تارړ وئېلي دي چې د آئين له مخې د سېنېت نوې منتخب شوي غړو سوګند څخه وړاندې په ايوان كښې كومه كاروائي نشي كېدې۔د نهې په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې ده ووئيل چې په ايوان كښې د پي ټي آئي او سني اتحاد كونسل غړو دريځ واورېدلې شو او په آئين كښې ښكاره دي چې د سېنېټ نوې منتخب غړو سوګند څخه وړاندې په ايوان كښې كومه كاروائي نشي كېدې۔د آرټيكل 60 دوه برخې دي۔په دې كښې هم ښكاره دي چې د سېنېټ چيئرمېن او ډپټي چيئرمېن د ټاكنو څخه وړاندې په ايوان كښې كومه كاروائي نشي كېدې۔د سېنېټ چيئرمېن او ډپټي چيئرمېن د چوكۍ په خالي كېدو د ايوان كوم هم غړې پريذائيډنګ افسر منتخب كولې شي۔د سېنېټ ټاكنې هر درې كاله پس كېږي۔په خېبرپښتونخوا كښې چې پكښې په خاص چوكو د منتخب غړو سوګند پورته كولو په اړه د پېښور هائي كورټ په حكم عمل نه دې شوې۔په هغوي د توهين عدالت كاروائي كېږي او هغوې د الېكشن كمېشن څخه رجوع كړې۔الېكشن كمېشن پريكړه كړې چې تر څو په مخصوص چوكو د منتخب كانديدانو څخه سوګند نه وي اخستلې شوې تر هغه وخت به د خېبرپښتونخوا په اسمبلۍ كښې په 11 چوكو د سېنېټ ټاكنې نه كېږي۔دا معامله په اسلام آباد هائي كورټ كښې هم زيرسماعت ده
د آئين له مخې د سېنېت نوې منتخب شويو غړو سوګند څخه وړاندې په ايوان كښې كومه كاروائي نشي كېدې۔اعظم نذير تارړ
مضمون کا ماخذ : راکی