خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار سره د شوګوانګ ميئر ژاٶ تيان باٶ وليدل


بيجنګ 13 مئي (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار سره د چين دورې په مهال د شوګوانګ ميئر ژاٶ تيان باٶ په بيجنګ كښې ليدلي۔ د ګل په ورځ د خارجه دفتر له مخې محمد اسحاق ډار د ملاقات په مهال پاکستان د اقتصادي اصلاحات په ايجنډا او د انفراسټرکچر،د تجديد وړ توان، ټيکسټائل، زراعت، آئي ټي او د کان کنۍ په څانګو كښې سرمايه كارۍ لپاره په بېلا بېلو موقعو رڼا واچوله۔ ده د چين كمپنو ته په پاكستان كښې د مينوفيکچرنګ يونټس لګولو بلنه وركړه۔ په دې موقع ميئر ژاٶ تيان باٶ د شوګوانګ او پاکستان ترمېنځه زراعت، کان کنۍ او د توان په څانګو كښې تجارتي اړيكې او د مرستې زياتولو عزم وكړو۔