د غیر ملكی زدكونكو طبی تعلیم لپاره كرغزستان اوس هم مثالی هېواد دے،د كرغزستان حكومت عمر له غیر ملكی زدكونكو له ښه تعلیمی ماحول وركړې۔د كرغزستان سفیر


اسلام آباد 01 جون (اے پي پي) پاكستان كښې د كرغزستان سفیر اولان بیك توتوئیف وئيلي دي چې كرغزستان اوس هم د غیر ملكی زدكونكو طبی تعلیم لپاره يو مثالی هېواد دے او زمونږ حكومت عمر له غیر ملكی زدكونككو له ښه تعلیمی ماحول وركړې دے۔د خالي په ورځ ’’اے پي پي ‘‘سره په خپلو خبرو كښې په پاكستان كښې د كرغزستان سفیر اولان بیك توتوئیف وئويل اوسنيو كښې ځينې ځائې جرائم پیشه عناصرو د كرغزستان حالات خرابولو هڅه كړې خو زمونږ حكومت د آئین له مخې صورتحال سنبھال كړې۔ده ووئيل پاكستانی زدكونكې اوس هم كرغزستان كښې محفوظ دي او خپلې زدكړې روانې ساتلې شي۔سفیر ووئيل كرغزستان میډیكل تعلیم كښې د پاكستان زدكونكو لپاره عمر له يو مثالی هېواد دے او د پاكستان د بيلو صوبو زدكونكې هلته معیاری تعلیمی ماحول لپاره راځي۔