لاهور۔4 اکتوبر(اے پی پی)د سوئی ناردرن لاندې د پنجاب، خېبر پښتونخوا او اسلام آباد په بېلو سيمو كښې د ګاز غلا په ضد د روان كرېك ډواؤن په مهال نورې 133 كنكشنې قطع كړی شوې ٬ 418 انډر بلنګ كېسونه پروسيد كړے شول ٬ د ګاز په غلا كښې په ككړو كسانو 17 ملين څخه د زياتو روپو جرمانې ولګولې شوې۔ د وياند له مخې سوئی ناردرن ګېس په لاهور كښې د ګاز په غېر قانوني توګه كارولو د يوې كورنې كنكشن او د كمپرېسر په كارولو 5 كنكشنز قطع كړل٬ دغسې 38 انډر بلنګ کېسز پروسېس كړے شول او د 5.805 ملین روپو جرمانې ولګولې شوې۔ په بهاولپور كښې ریجنل ډلې كارروائي كولو سره د کمپرېسر په كارولو 9، د ګېس په غېر قانوني توګه كارولو يو كنشكشن قطع او 22 انډر بلنګ كېسونه پروسېسډ كړل۔ په شېخو پوره كښې د ګاز نېغ په نېغه كارولو او په غېر قانوني توسيع 17 كنكشن قطع او 72 انډر بلنګ كېسونه پروسېس كړے شول۔ وياند زياته كړه چې په پېنډۍ كښې ريجنل ډلې 7 كنكشنز قطع كړل۔ په مردان كښې په غېر قانوني توګه د ګاز په كارولو 11 كنكشنز قطع او 100 انډر بلنګ كېسونه پروسېس كړے شول۔ ريجنل ډلې د ګاز په غلا كوؤنكو 6 لكه روپۍ جرمانې ولګولې۔ په سيالكوټ كښې يو كنكشن قطع او د 9.061 ملین روپو جرمانې ولګولې شوې۔ دغسې په ګوجرانواله كښې ریجنل ډلې كارروائي كولو سره 44 انډر بلنګ كېسونه پروسېس كړل
په پنجاب ٬ خېبر پښتونخوا ٬ اسلام آباد كښې 133 ګېس كنكشنز قطع كړے شول٬ 17 ملينه څخه د زياتو روپو جرمانې ولګولې شوې٬ وياند
مضمون کا ماخذ : لکی لیپریچون