اسلام آباد 18 دسمبر(اے پی پی)صدر مملكت ډاكټر عارف علوي وئېلي دي چې د خارجه وزيرانو او نورو مېلمنو پاكستان ته په راتللو هركلے كوو٬د اسلام آباد پشان ښكلې ښار كښې د مېلمنو تود هركلي كول زمونږ لپاره اعزاز دے٬د اسلامي مرستې تنظيم غړو هېوادونو خارجه وزيرانو او اعلٰی چارواكو مننه كوو كومو چې د دسمبر په 19مه نېټه كال 2021 په اسلام آباد كښې د خارجه وزيرانو كونسل 17مه غېر معمولي غونډه كښې د ګډون كولو خواست مثبت ځواب راكړې٬د مېلمنو دلته راتګ د افغانانو سره د اسلامي نړۍ د يو والي څرګندونه ده۔د پاكستان په كوربتوب كښې د او آئي سي خارجه وزيرانو كونسل 17مې غېر معمولي غونډې په موقع صدر مملكت ډاكټر عارف علوي ووئيل په دې خوشحاله شوي يو چې د او آئي سي غړي هېوادونه د افغانانو حاجت پوره كولو لپاره نن په يو فورم راجمع شوي په دې كښې هېڅ شك نشته چې دا وخت افغانان د سختو چېلنجونو سره مخ دي۔ده ووئيل هيله لرو چې اسلامي مرستې تنظيم به نه يوازې د افغانانو سره اوږه په اوږه ودرېدلو عملي څرګندونه وكړي بلكې په دې سخت وخت كښې به د هغوي سره مرستې لپره كوټلي اقدامات هم وكړي۔ده ووئيل پاكستان د يو نزدې ګاونډي په حېث عمر له د افغانانو مرسته كړې٬په 1981 كښې چې كله پاكستان د افغانستان په مسئله د او آئي سي خارجه وزيرانو كونسل وړومبۍ غېر معمولي غونډې كوربتوب كړی و نن هم د هغه جزبې ترمخه اقدامات كوي
صدر مملكت ډاكټر عارف علوي د او آئي سي خارجه وزيرانو كونسل 17مې غېر معمولي غونډې په موقع پیغام
مضمون کا ماخذ : موبائل سے لاٹری کھیلیں