اسلام آباد۔15 فروری(اے پی پی) د امريكا تھرډ آرمی 11 كسيزه پلاوې د ډپټي كمانډنګ جنرال مېجر جنرل وېنډول ګلين هېګلر په مشرۍ كښې د نېشنل ډيزاسټر مېنجمنټ اتھارټي چارواكو او اړوندو سټېك هولډرز سره ډيزاسټر مېنجمنټ سره اړوندې څلور ورځنۍ انټراېکټو غونډه كښې ګډون لپاره اسلام آباد ته راورسېد۔ د اېن ډي اېم اے د وياند لمخې د دې پلاوي پاكستان ته د راتللو مقصد د يو بل تجربو څخه استفاده كول ٬ په سباؤن كښې د ګډې همكارۍ له زونز لټول او د فيما ٬ اكېډميا اېكسچېنج پروګرام د لارې د پاكستان ډيزاسټر مېنجمنټ اهلكارو ته تربيه وركول او د بدلېدونكي موسم پېشګوئي كولو له په عصري ټېكنالوجۍ د چلېدونكي سافټ ويئر/ پروډكټس يو بل سره ګډول دي۔ د اېن ډي اېم اے چيئرمېن لېفټېننټ جنرل انغام حېدر ملك د د امرېكن تھرډ آرمي’’یونائیټډ سټېټس آرمی سېنټرل‘‘ په پوهانو د مشتمل پلاوي هركلې وكړو۔ په دې موقعه پلاوي ته د سېلاب 2022 تباهي خپرونكو اثراتو په اړه ووئيلې شؤ۔ د اېن اي او سي چيئرمېن پلاوې د اېن اي او سي د تشكيل كولو په اړه ووئيل۔ ده زياته كړه چې د محدودو كاميابو له امله به په تلپائي اهدافو خبرې كول وي ولې چې موسمياتي بدلون يوازې تر يو هېواد محدود نه دے بلكې د دې د لاسه ټوله نړۍ ځپلې كېږي۔ د آئی اېن جی اوز/اېن جی اوز او ډي اېم پارټنرز كردار ذكر كولو سره ده د وروستو پاتې سيمو/ او د خلقو د ضرورتونو لمخې د دې د چارو د مربوط كولو په حاجت زور راوړو۔ اېن ډي اېم اے اوس د داسې موسمي رجحاناتو پېشګويۍ ته زيات پام كوي د كومو په نتيجو كښې چې آفتونه راځي۔ ډپټی کمانډنګ جنرل، مېجر جنرل هېګلر په پاكستان كښې د سېلاب 2022 دلاسه په شوي زيان د افسوس څرګندونه وكړه او ځپلي شاملولو سره د ډيزاسټر منېجمنټ سسټم بيا تشكيل كولو له يۍ د پاكستان هڅې وستائلې۔ د یونائیټډ سټېټس آرمی سېنټرل پلاوي اېن ډي اېم اے سره د بشپړه مرستې باور وركړو۔ وروستو سپارکو ٬ د منصوبه بندۍ وزارت ٬ یو ایس اے سی ای او پی اېم ډی سېلاب څخه وروستو د شوي زيان په نتيجه كښې د رامخې ته شوي ضرورت تشخيص ٬ د بيا ودانۍ هڅو او د سټېلائيټ د لارې د سېلاب او د دې لاسه د شوي زيان تشخيص ، پاکستان كښې د يو اېس اے سي اي د تېر وخت شموليت او راروان سيزن له د آؤټ لك جاج اخستولو او د پرله پسې پېش ګويو په صلاحيت سېشن وكړو۔ سېشسن كښې د خارجه وزارت ٬ داخله وزارت ٬ پاك آرمي ٬ د منصوبه بندۍ وزارت ٬ او ډي آر پي ٬ د اېف اېف سي ٬ د پي سي پي اېم ډي / اېف اېف ډي ٬ سپاركو ٬ واپډا او د اېمرجنسي سروسز اكېډمۍ 1122 چارواكو ګډون وكړو۔
د يونائيټډ سټېس آرمي سېنټرل 11 كسيزه پلاوې اېن ډي اېم اے سره په غونډه كښې ګډون لپاره اسلام آباد ته راورسېد
مضمون کا ماخذ : como jogar lotomania