جمو و کشمیر د او آئی سی غړو هيوادونو شريك كاز دے ٬ نړيوالې ورورولۍ له به 25 ملينه څخه زياتو بې آسرې افغانانو سره په مستقل توګه بشري مرسته كول وي ٬ اسلامي نړۍ د خپل تاريخ په مهم پړاؤ ولاړه ده: خارجه سيكرټري


اسلام آباد۔30 اګست(اے پی پی) خارجه سېكرټري محمد سائرس سجاد قاضي وئيلي دي اسلامي نړۍ د خپل تاريخ په مهم پړاؤ ولاړه ده ٬ په فلسطین او هند كښې زمونږ ورونړه د جابرانه بهرنۍ قبضې لاندې دي او د هغوي بنيادي او د خپلواكۍ حق څخه انكار كړے كېږي٬ جمو و کشمیر د او آئی سی غړو هېوادونو شريك كاز دے٬ په سوئيلي آسيا كښې تلپاتې امن باوري كولو له د كشمير مسئلې حل ضروري دے ، پاكستان د ترهګرۍ تر ټولو زيات ښكار دے٬ پاكستان د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې تر ټولو زيات كردار ترسره كړے ٬ پاكستان په افغانستان كښې حالات زر تر زره د معمول له مخې كېدو له خوښي لري٬ نړيوالې ورورولۍ له به 25 ملينه څخه زياتو بې آسرې افغانانو سره په مستقل توګه بشري مرسته كول وي۔ د خارجه دفتر لخوا د جمعې په ورځ د جاري شوي بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده د كېمرون په ياؤنډے ښار كښې د او آئی سی خارجه وزيرانو كونسل 50 مې غونډې ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل اسلامي نړۍ د خپل تاريخ په مهم پړاؤ ولاړه ده ٬ په فلسطین او هند كښې زمونږ ورونړه په جابرانه بهرنۍ قبضه كښې ژوند كوي او د هغوي بنيادي او د خپلواكۍ حق څخه انكار كېږي٬ د اسلامي نړۍ په شمول په ګرده نړۍ كښې تصادم خپرېږي كوم چې د بې وزلۍ ٬ ترهګرۍ او انتها خوښۍ ډلو او د بهرنۍ لاس وهنې په نتيجه كښې رامخې ته شوے٬ مخ په زياتېدونكې اسلامو فوبیا زمونږ قامونه او مسلمانان په هر ځايې كښې د امتيازي سلوك ٬ تشدد او جارحيت ښكار كوي۔ ده ووئيل مونږ له به اسلامي نړۍ ته د پېښو چېلنجونو ځواب په يووالي او عزم سره وركول وي۔ ده ووئيل د مسجد الاقصی بې حرمتي د او آئي سي د جوړېدو سبب ګرځېدلے٬ د دې تنظيم بيان د فلسطيني اولس په ضد د اسرائيل د روانه وحشيانه جارحيت او د اسلامي نړۍ تر ټولو د مقدسو ځايونو او نخښو په ضد د روانو عملياتو ځواب وركولو له د بشپړې كارروايۍ كولو امر كوي٬ په غزه كښې د نسل كشۍ اسرائيلي جنګ په نتيجه كښې تر دې دمه 40 زره څخه زيات فسطينيان چې زياتره شمېره په كښې د مېرمنو او كوچنيانو ده شهيدان او 20 لكه څخه زيات بې كوره شوي دي۔ ده ووئيل غزه لپاره د غېر محدودې بشري مرستې باوري كول ٬ اسرائیل په خپلو مجرمانه وژنو او د ایران، لبنان او نورو رياستونو د خپلواكۍ او سيمه ايزې سلامتيا د خلاف ورزۍ ذمه وار ګرځول ٬ د شخړو تر ټول منځني ختيز خپرېدو څخه منع كول ٬ فلسطین د ملګرو ملتونو غړي په حېث د رياست په توګه تسليمول او د كال 1967 څخه وړاندې پولو سره د يو خپلواكه فلسطيني رياست چې پايه تخت يۍ القدس وي جوړېدل ضروري دي۔ خارجه سېكرتري ووئيل جمو و کشمیر هم د او آئي سي غړو هېوادونو مشتركه كاز دے، په سوئيلي آسيا كښې تلپاتې امن باوري كولو له د كشمير مسئلې حل ضروري دے۔ 5 اګست 2019 څخه وروستو هند د مقبوضه جمو وكشمير ضم كولو يو اړخيزه ګامونه پورته كول پیل كړي٬ د هندي قبضې په ضد د كشميري اولس مزاحمت نه كمزورې كېدونكے دے ٬ هغوي د خپلواكۍ حق په شمول د خپلو ټولو بنيادي حقونو غوښتنه كوي۔ ده ووئيل د كشمير شخړه په سوله ايز ډول حل كولو او خبرو لپاره په زړه پورې حالات رامخې ته كولو له به هند له خپل د 5 اګست 2019 اقدامات بېرته اغستل وي۔ خارجه سېكرټري ووئيل پاكستان په مقبوضه جموں وكشمير كښې تش د نامې ټاكنې كولو له هندي هڅې مسترد كوي، سلامتي كونسل دا اصول په ښكاره توګه بيان كړي چې د رياست جمو وكشمير حتمي پرېكړه به د كشميري اولس د خوښې له مخې كولې شي٬ هند له به د ملګرو ملتونو د عمومي سېكتر پشكش هم قبولول وي۔ ده ووئيل پاكستان د كشميري اولس د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو سره سره د 5 اګست 2019 څخه د غېر قانوني قبضې او يو اړخيزه اقدامات مسترد كولو له د پاكستان په مضبوط ملاتړ كولو د او آئي سي د ټولو غړو هېوادونو مننه كوي۔ ده ووئيل باور لرم چې دا كنفرنس به كوټلې پرېكړې وكړي۔ ده د او آئي سي د وزيرانو كونسل په 48 مه غونډه كښې جمو وكشمير سره د اړوند اېكشن پلان عملي كوو له سره هند او نړيوالې ورورلۍ څخه غوښتنه وكړه چې هغوي په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو خلاف ورزۍ ختمې كړي او د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو او د كشميري اولس د هيلو له مخې د كشمير مسئلې سوله ايز حل ته ودې وركولو له اقدامات وكړي۔ سائرس سجاد قاضی ووئيل اسلامو فوبيا د يو نړيوال بحران په توګه رامخې ته شوې چې په نتيجه كښې يۍ د قرآن پاك بې حرمتي ٬ په جوماتونو بريدونه ٬ د مسلمانانو په ضد امتيازي سلوك او د تشدد كارروايۍ كيږي۔ ده ووئيل مونږ په خپل ګاونډ كښې د اسلامو فوبيا تر ټولو زيات خطرناك مظاهر ليدلې۔ د هند د 200 ملينه مسلمانانو په ضد تشدد د ” هندوتوا” نظريې په توګه رامخې ته شوے ٬ د او آئي سي غړو هېوادونو د يووالي او عزم د لارې 15 مارچ د اسلامو فوبيا مخنيوي نړيوالې ورځې په توګه لمانځولو له د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ قرارداد مظور كړو۔ د روان كال په مهال د مارچ په 15 مه نېټه عمومي اسمبلۍ د او آئي سي يو بل قرارداد منظور كړو كوم چې پاكستان د اسلامو فوبيا مخنيوي اقدامات په اړه وړاندې كړے ؤ ۔ په دغه قرارداد كښې د اسلامو فوبيا مخنيوي لپاره د ملګرو ملتونو د خصوصي استازي تعيناتۍ غوښتنه شوې ۔ ده ووئيل د ترهګرۍ لعنت يو وارې بيا په سر پورته كولو سره سيمه ايز او نړيوال امن خطر سره مخ كړے ٬ د او آئي سي ټول هېوادونه او سيمې د ترهګرۍ د خطر مقابله كوي۔ مسلمانان فاشسټ نظریات، هندوتوا او اسلامو فوبک ډلو سره هم مخ دے۔ خارجه سېكرټري ووئيل پاكستان د ترھګرۍ تر ټولو زيات ښكار پاتے شوے٬ مونږ د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې تر ټولو زيات كردار ترسره كړے ٬ د بده مرغه مونږ د خپلو پولو پورې غاړه څخه په بهرني توګه د مالي مرستې ٬ اسپانسر او حمايت يافته ترهګرۍ سره مخ يوؤ٬ او آئي سي له به د ترھګرۍ ټولو شكلونو مخنيوي له په اجتماعي توګه كار كول وي۔ ده ووئيل پاكستان په افغانستان كښې حالات زر تر زره د معمول له مخې كېدو له خوښي لري٬ نړيوالې ورورولۍ له به 25 ملينه څخه زيات بې آسرې افغانانو سره په مستقل توګه بشري مرسته كول وي٬ مونږ له به د افغان معیشت او بېنکارۍ نظام بحالولو په شمول د دوئي د منجمد اثاثو بحالۍ ٬ د منصوبه بند انفراسټرکچر او کنېکټیوېټی په منصوبو عملدرآمد ٬ په بندېزونو كښې د نرمۍ او د سفارتي شناخت ملاتړ كول وي۔ دې سره سره افغان عبوري حكمت له به د نړيوالې ورورولۍ د اندېښنو ځواب وركول وي۔ ده ووئيل د ټي ټي پي او په افغانستان كښې د مېشته نورو ترهګرو ډلو په ضد د افغان عبوري حكومت د باور وړ كارروائي به افغانستان د معمول له مخې كولو له مرسته او د سيمه ايز تجارت او رابطو بشپړه صلاحيت كارولو له زمونږ د روانو هڅو ملاتړ وكړي۔ ده وويل پاكستان د افريقې هېوادونو سره د يو والي ٬ ملګرتيا او مرستې يو اوږد او د وياړ وړ تاريخ لري٬ د ترهګرۍ مخنيوي له به مونږ د دوئي مرسته كوؤ٬ مونږ به د امن په بحالۍ او په خاص توګه په افريقه كښې امن له د ملګرو ملتونو په مشن كښې خپل كردار ترسره كول روان ساتؤ۔ ده ووئيل مونږ د عصري چېلنجونو په فعاله ډول مخنيوي لپاره د ملګرو ملتونو د نظام بحالولو ملاتړ كوؤ۔ خارجه سېكرتري ووئيل د اسلامي نړۍ مفادات ته وده وركول د پاكستان د خارجه پالېسۍ بنيادي ستن ده٬ د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل غړي په حېث به پاكستان د راروانو دوو كلونو په مهال د جموں وكشمير ٬ فلسطين ٬ منځني ختيز ٬ افغانستان ٬ صوماليه او ليبيا په شمول د نورو اړوندو مسئلو حل كولو له په فعاله توګه كار كوي۔ ده ووئيل مونږ ستاسو ملاتړ او مرستې ته سترګې په لاره يؤ ولې چې پاكستان د اسلامي نړۍ د ګډې چېلنجونو مخنيوي له هڅې كوي