د مقبوضه جموں وكشمير د ګورنر څرګندونې د هندي قيادت د جارحانه عزائمو عكاسي كوي٬ هند د سيمې سولې او ثبات لپاره يو مستقل خطر دے٬ د خارجه دفتر ويانده زهره بلوچ


اسلام آباد۔9مارچ(اے پی پی) پاکستان وئیلي دي د جمو او کشمیر د ګورنر څرګندونې د هندي قيادت د جارحانه عزائمو عكاسي كوي ٬ هند د سيمې سولې او ثبات لباره يو مستقل خطر دے٬ د پاكستان او امريكې ترمينځه انرجي سكيورټي ډائيلاګ او د كلائمېټ اېنډ انوائرمنټ وركنګ ګروپ خبرې به راروانه اوونۍ كېږي۔ د دې خيالاتو څرګندونه د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهره بلوچ د زيارت په ورځ په اوونيز بريفنګ كښې وكړه۔ وياندې ووئيل وزيراعظم شهباز شريف د روانې مياشتې په 5 مه او 6 مه نېټه د قطر دوره وكړه۔ د قطر امير وزيراعظم ته د ملګرو ملتونو د كم پرمختګ كړو هېوادونو 5 كنفرنس كښې د خاص مېلمه په حېث د ګډون كولو بلنه وركړې وه۔ كنفرنس ته خپل خطاب كښې وزيراعظم په كم پرمختګ كړو هېوادونو كښی د تلپاتي پرمختګ ګړندي كولو او دوي د سوكالۍ په لاره روانولو كښې د مرستې په اړه د پاكستان نقطه نظر وړاندې كړو۔ ده په معاشي چېنلجونو قابو موندلو د كم پرمختګ كړو هېوادونو په نړيوال ملاتړ زور راوړو۔ وزيراعظم په دوحه كښې د قطر وزيراعظم امير شېخ تميم بن حمد الثاني سره ملاقات وكړو او ده سره يۍ د تجارت ٬ سرمايه كارۍ او توان په څانګو كښې د همكارۍ په شمول د دوه اړخيزه اهميت په يو شمېر چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ وياندې ووئيل خارجه وزير بلاول بھټو زرداري د مېرمنو نړيوالې ورځ په مناسبت سره په مهمو دستورو كښې ګډون كولو له په نيويارك كښې دے۔ د ملګرو ملتونو په سلامتي كونسل كښې خپل خطاب كښې خارجه وزير په فلسطين او مقبوضه كشمير كښې د مېرمنو د ناوړه حالت په اړه غږ پورته كړو۔ ده د مقبوضه كشمير پشمول په غېر ملكي قبضه كښې پاتې كېدونكو سيمو كښی د مېرمنو او انجونو په ضد روانو جرمونو لپاره د مانيټرنګ مېكنزم په وضعه كولو زور راوړو۔ وېاندې ووئيل په “اسلام كښې مېرمنې: په اسلامي نړۍ كښې د مېرمنو د حقونو او مقام ادراك” په سرخط كنفرنس ته خپله وېنا كښې خارجه وزير بلاول بھټو زرداري په اسلامي ټولنو كښې د مېرمنو د حقونو ٬ كردار او مقام په اړه د غلط فهمو لرې كولو په اهميت زور راوړو۔ ده هغه مسلمانانو مېرمنو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې كومو چې كاروبار ٬ اقتصاديات ٬ سياست او حكمرانۍ كښې زيات مرستياله كردار ترسره كړے۔ ده په غېر اسلامي ټولنو كښی د مسلمانانو مېرمنو د مذهبي او كلتوري حقونو څخه د انكار او دوي سره د روان امتيازي سلوك په اړه هم خبره وكړه۔ وياندې ووئيل د المان دوهم وزير ډاكټر ټوبياس لنډر د 7 نه تر 8 مارچ كال 2023 د پاكستان دوره كړې۔ ده د خارجه چارو دوهمې وزيرې حنا ربانی کھر، د موسمياتي بدلون وفاقي وزيرې شیری رحمان او د تجارت وزير سيد نويد قمر سره جلا جلا ملاقاتونه كړي ۔ په ملاقاتونو كښې په تجارت ٬ سرمايه كارۍ ٬ لوړو زده كړو او پېشه ورې تربيې ٬ نقل مكانۍ ا نقل وحركت٬ موسمياتي بدلون او د تجديد وړو توان په څانګو كښې د دوه اړخيزه همكارۍ په لا مضبوطولو خبرې شوي۔ دې ووئيل د پاكستان او امريكا ترمينځه د ترهګرۍ مخنيوي ډائيلاګ په 6 او 7 مارچ اسلام آباد كښې وشول ٬ د پاكستان لخوا د ایډیشنل خارجه سېکرټري سید حیدر شاہ په مشرۍ كښی پلاوي په مذاكراتو كښې ګډون وكړو او د امريكائي پلاوي مشري د ترهګرۍ مخنيوي لنډ مهاله کوآرډینېټر کرستوفر لینډبرګ كوله۔ په خبرو اترو كښې په ګڼ اړخيزه فورمز د ترهګرۍ مخنيوي له د روانې همكارۍ ٬ په سيمه ايزه كچه د ترهګرۍ مخنيوي منظرنامې ٬ سائبر سېكورټي او د پرتشدد انتها خوښۍ مقابلې جاج واغستلے شو۔ پاكستان كښې د امريكائي مرستې په منصوبو او نورو چارو هم خبرې وشوې۔ دواړو اړخونو د ترهګرۍ مالي مرستې په ضد په خپلو تجربو خبرې وكړې او په هر ډول ترهګرۍ قابو موندلو له يۍ د خپل عزم پخلے وكړو۔ وياندې ووئيل د مارچ په 7 مه نېټه پاكستان په تاشقند ٬ ازبكستان كښی د افغانستان د ګاونډيانو هېوادونو خاص استازو په غونډه كښې ګډون وكړو۔ د ډي – 8 آرګنائزېشن فار اكنامك كوآپرېشن عمومي سېكتر سفیر اسیاکا عبدالقادر امام پاكستان سره د ډی۔8 په مرسته مشاورت لپاره د يوې اوونۍ په دوره 4 مارچ څخه تر 11 مارچ په پاكستان كښې ده ۔ دې به د پاكستان خارجه سېكرټري او چېمبرز آف كامرس اېنډ انډسټري سره ملاقاتونه كوي۔ دې ووئيل په ګرده نړۍ كښې د مېرمنو ورځ ولمانځلې شوه۔ په مقبوضه كشمير كښې د كال 2001 نه تر دې دمه لږ تر لږې 682 کشمیری مېرنې د هندي پوځ د لاسه بې ګناه وژلې شوي ۔ په دې مهال 11,256 مېرمنې ظلم او زياتي سره مخ كړې شوي ۔ دې ووئيل د ګردې نړۍ مېرمنو له به د كشميري خوئېندو د ناوړه حالت نوټس اغتسل وي او په هند به زور راوړل وي چې هغه په كشمير كښې د مېرمنو د حقونو تحفظ وكړي۔ پاكستان به د خپلواكۍ حق ترلاسه كول له د كشميريانو وروڼو خوئېندو سياسي ٬ سفارتي او اخلاقي ملاتړ روان ساتي۔ دې ووئيل د بهرنيو چارو وزير مملكت حنا رباني كھر به د مارچ په 10 مه نېټه منامه ښار كښې كلن منامه ډائيلاګ كښې ګډون كولو له بحرېن ته ځي۔ او بيا به په لندن كښې د روانې مياشتې 13 مې نېټې څخه تر 15 مې نېټې د دولت مشتركه خارجه وزيرانو غونډه كښې ګډون كولو له د برطانيې سركاري دوره هم كوي۔ دې ووئيل افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي سېكتر خاص استازې مارکس پوټزل به په 9 او 10 مارچ د پاكستان دوره كوي۔ دا به خارجه سېكرټري سره ملاقات كښې د افغانستان په روانه وضعه د خيالاتو څرګندونه كوي۔ دې ووئيل د موسمياتي او ماحولياتي وركنګ ګروپ غونډه به د روانې مياشتې په 16 مه نېټه كېږي۔ د امريكا د خارجه او سائنسي چارو (او ای سی) اسسټنټ سېکرتري مونیکا به د امريكائي پلاوي مشري كوي۔ دواړه اړخونه به د پاکستان د آب وهوا په ترجيحات د توان منتقلۍ پشمول په بېلو اړوندو چارو د خيالاتو څرګندونه كوي۔ دواړه اړخونه به د دوه اړخيزه اړيكو او ګڼ اړخيزه همكارۍ جاج اخلي۔ دې ووئيل هغه د پاكستان هغه مېرمنو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كوي كومو چې د هېواد پرمختګ او معاشي ودې له مهم كردار ترسره كړے ۔ وروستو د پوښتنو په ځواب ښې خارجه وياندې ښكاره ووئيل تش په نامه ګورنر بې بنسټه ادعا كړې كومې سره چې نه خو د تاريخ حقيقت بدل شوے او نه دې سره د مقبوضه جموں وكشمير متنازعه حېثيت ختمېدے شي۔ دې ووئيل مقبوضه كشمير نه خو د هند برخه پاتې شوے او نه دے۔ دې ووئيل هند په مقبوضه كشمير قابض دے او دا ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو ښكاره خلاف ورزي ده۔ ده ووئيل هند له به د ګمراه كوؤنكو ادعاګانو په ځاے په متنازعه سيمه خپله قبضه ختمول او كشميري اولس ته د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې د خپلواكۍ حق كارولو موقع وركول وي۔

متعلقہ مضامین

سلاٹس پر مفت اسپن کو کیسے متحرک کریں۔_سلاٹ بونس گیمز_علامتیں_آٹو پلے سلاٹ گیمز_فون سلاٹ گیمز کے ذریعے ادائیگی کریں۔ سلاٹ گیمز کے ساتھ کیسینو_آن لائن کیسینو سلاٹ مشینیں۔_عملی پلے سلاٹس_آٹو پلے سلاٹ گیمز_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں بہترین فطرت پر مبنی سلاٹس_سلاٹ مشین ایپس_Novomatic Slot Machines_افسانوی مخلوق سلاٹ مشینیں_سلاٹ مشین کے جائزے اور درجہ بندی پاکستان کے لیے ٹاپ اردو سلاٹ ایپس_آٹو پلے کی خصوصیات کے ساتھ بہترین سلاٹس_سب سے بڑے سلاٹ جیک پاٹس_مائیکرو گیمنگ سلاٹس_ویڈیو سلاٹس پر جیتنے کا طریقہ NetEnt Slot Games_iOS آلات پر سلاٹ گیمز کھیلیں_فوری جیت کے ساتھ سلاٹس_بونس راؤنڈ کے ساتھ سلاٹ مشین_سلاٹ گیمز اسلام آباد میں مقبول ہیں۔ نیٹلر سلاٹس_پاکستان میں موبائل کے لیے مفت سلاٹ گیمز_پاکستان کے لیے آن لائن سلاٹس_گولیاں کے لیے مفت سلاٹ گیمز_ٹاپ ریٹیڈ سلاٹ ایپس بڑے جیک پاٹس کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_فوری کھیلنے کے اختیارات کے ساتھ سلاٹ گیمز_اردو میں کیسینو سلاٹس_پاکستانی کھلاڑیوں کے لیے آن لائن سلاٹ ٹورنامنٹ_ٹاپ سلاٹ گیم فورمز ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پلےٹیک سلاٹس_سلاٹ مشین_سلاٹ مشین کی ادائیگیوں کو محفوظ بنائیں_آئی فون پر سلاٹ گیمز ہائی لمیٹ سلاٹ مشینیں۔_سمندری ڈاکو سلاٹ مشینیں۔_فوری جیت سلاٹ مشینیں_کیسینو سلاٹ گیمز فیڈ بیک_ایک سے زیادہ بونس راؤنڈ کے ساتھ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس