اسلام آباد 28 نومبر (اے پي پي) صدر ډاکټر عارف علوي د ذهني صحت مسئلو مخنيوي لپاره په قامي كچه د پالیسۍ په جوړولو زور راوړلو سره وئيلي دي د هېواد 24 فیصده آبادي د ذهنی صحت بېلا بيلو مسئلو سره مخ ده، د ذهني صحت خذمات وركولو لپاره ادار?? جاتی فریم ورك به جوړول وي،په نفسیاتی مسئلو قابو موندلو له پبلك پرائیویټ پارټنرشپ ته اړ??يا ده۔ده د ذهني صحت په اړه غوندې ته وينا كوله۔په غونډه كښې د روغ??يا نګران وفاقی وزیر نديم جان پشمول د صوبائی محکمو او نفسیاتی صحت په اړه د كار كوونكو ادارو نمائندګانو ګډون كولو۔ په غونډه كښې د قامي روغ??يا وزارت د اړخه د ذهني صحت ایپ په “همراز” رڼا واچولې شوه۔ګډون كوونكو ته ووئيل شول په اپریل 2023 كښې د جوړيدو نه تر اوسه 240,000 څخه زيات کالز ترلاسه شوي۔صدر مملکت ذهنی صحت خذمات وركولو لپاره د همراز ایپ جوړول وستائل او د ذهني صحت د معاونت نظام ښه كولو او د همراز ایپ په مؤثره كولو ئې زور راوړو۔ صدر مملکت ووئيل ذهني صحت د پاکستان لپاره مهمه مسئله ده، د سرکاري او نجی څانګو مهارت كارولو سر?? جامع هڅو ته اړ??يا ده، ده ووئېل د ذهني صحت په اړه په ټولو اقداماتو به يو كوټلي نقطه نظر خپلول وي۔صدر مملکت د پ??شه وره كسانو کمے لري كولو لپاره آن لائن تربیت ، د بشري وسائلو د كار استعداد زياتولو او خبر??يا پيدا كولو په حاجت زور راوړو۔ په غونډه كښې نفسیاتی معاونت وركولو،د مسئلو مخنيوي كښې د كورنيو په كردار هم رڼا واچولې شوه ۔د روغ??يا نګران وفاقی وزیر نديم جان د صحت بيلو مسئلو په اړه په شعور پيدا كولو كښې د صدر عارف علوي او د وړومبۍ ميرمن کردار وستائلو۔ ده هيله څرګنده كړه چې په ایوان ِصدر کښې په جوړ شوي مثال به عمل روان ساتلے شي۔
د هېواد 24 فیصده آبادي د ذهنی صحت بېلا بېلو مسئلو سره مخ ده، د ذهني صحت خذمات وركولو لپاره به اداره جاتی فریم ورك جوړول وي۔ صدر ډاکټر عارف علوي
مضمون کا ماخذ : لاٹری کی موبائل ایپ