اسلام آباد۔8 فروری(اے پی پی) په پاکستان کښې ټولټاكنو لپاره د پو??نګ عمل پېل شوے دے چې د ماښام تر 5 بجو به پرته له کومې دمې دوام لري۔ 12 كروړه 79 لكه 21 زره 49 رجسټرډ ووټران به 17 زره 758 كانديدانو كښې د قومي او صوبائي اسمبليو په 855 حلقو كښې د خپلو كانديدانو ټاكنه كوي٬ د قومي اسمبلۍ په يوه او د صوبائي اسمبليو په درې حلقو كښې د كانديدانو د مړينې له امله پو??نګ ځنډولے شوے دے ۔ په ګرد هېواد كښې 14 لكه 90 زره پو??نګ عمله تعينات كړې شوې ده۔ په ګرد هېواد كښې 90 زره 675 پو??نګ سټېشنونه او 2 لكه 66 زره 398 پو??نګ بوتھ ج??ړ كړې شوي دي۔ د هرې يوې حلقې غېر حتمي غېر سركاري نتيجه به د ريټرننګ آفيسر دفتر څخه جاري كولې شي۔ د الېكشن كمېشن لخوا د جاري شويو تفصيلاتو له مخې پو??نګ سحر 8 بجې پېل شو كوم به چې له كومې دمې پرته تر ماښام 5 بجو دوام لري۔ اسلام آباد څخه د قومي اسمبلۍ 3 نشستونه دي په كومو به چې 10 لكه 83 زره 29 ووټران د خپلو كانديدانو ټاكنه كوي۔ پنجاب څخه د قومي اسمبلۍ په 141 او د صوبائي اسمبلۍ په 296 نشستونو به 7 كروړه 32 لكه 7 زره 896 ٬ سندھ څخه د قومی اسمبلۍ په 61 او د صوبائي اسمبلۍ په 130 نشستونو به 2 کروړه 69 لکه 94 زره 769 ٬ خېبرپښتونخوا څخه د قومی اسمبلۍ په 44 او د صوبائي اسمبلۍ په 113 نشستونو به 2 کروړه 12 لکھ 63 زره 408 ووټران د خپلې رايې حق كارولو سره د خپلې خوښې كانديدانو ټاكنه كوي۔ د قومي اسمبلۍ په 265 نشستونو ټاكنې روانې دي كومو لپاره چې 5 زره 113 كانديدان په مېدان كښې دي په كومو كښې چې 312 مېرمنې هم شاملې دي۔ په څلورو واړو صوبو كښې د كانديدانو ټوله شمېره 12 زره 645 ده په كومو كښې چې 570 مېرمنې شاملې دي۔ بلوچستان څخه به د قومي اسمبلۍ په 16 او صوبائي اسمبلۍ په 51 نشستونو د خپلې خوښې كانديدان ټاكنو له 53 لکه 71 زره 947 ووټران د رايې حق كاروي۔ د قومی اسمبلی حلقه اېن اے۔8 باجوړ، پی کے۔22 باجوړ، پی کے۔91 کوهاټ او د پنجاب اسمبلۍ په حلقه پی پی۔266 رحیم یار خان كښې د كانديدانو د مړينې له امله پو??نګ ځنډولے شوے دے۔ په ګرد هېواد كښې 16 زره 766 پو??نګ سټېشنونه زيات حساس٬ ، 29 زره 985 حساس او 44 زره 26 پو??نګ سټېشنونه نارمل ګرځولې شوي دي۔ په پنجاب كښې 5 زره 624 پو??نګ سټیشنونه زيات حساس دي په كومو كښې چې په هر يو پو??نګ سټېشن تر 5 اهلكارو تعينات كړې شوي دي۔ په سندھ كښې 4 زره 430 پو??نګ سټیشنونه زيات حساس ګرځولې شوي دي۔ په هر يو تر 8 امنيتي اهلكار تعينات دي۔ د خېبر پښتونخوا په 4 زره 265 زيات حساس پو??نګ سټېشنونو كښې په هر يو تر 9 پورې اهلكار تعينات كړې شوي دي او د بلوچستان په1047زياتو حساسو پو??نګ سټېشنونو كښې هم په هر يو تر 9 پورې امنيتي اهلكار تعينات دي۔ د زيارت په ورځ په ګرد هېواد كښې عامه ر??صت?? ده۔ د كمېشن لخوا د جاري كړې شوې ضابطه اخلاق لمخې د امنيت ذمه واري ترسره كولو له په اولنۍ درجه كښې پوليس ٬ په دويمه كښې سول آرمډ فورسز او په درېمه درجه پاك پوځ تعينات كړے شوے دے۔ د ميډيا لخوا د پو??نګ سټېشنونو نتيجې به د پو??نګ ختمېدو څخه يو ساعت وروستو جاري كولې شي۔ ووټ لپاره اصل شناختي كارډ لازمي ګرځولے شوے دے بيا هم د كوم شناختي ټاكلې موده چې ختمه شوي وي هغه به هم قبلولے شي۔ د الېكشن كمېشن لخوا د روان كال ټاكنو لپاره 26 کروړه بېلټ پېپرې چھاپ كړې شوي دي۔ د ټول ټاكنو د نتيجو ترسيل او تدوين لپاره به الېکشن مېنجمنټ سسټم (ای اېم اېس) كارولې شي۔ په پو??نګ سټېشن د امن وضعه په ځايې ساتلو له پریذائیډنګ افسرانو ته د مجسټرېټ درجه اول اختیارات وركړې شوي دي۔ د زياتو حساسو پو??نګ سټېشنونو بهر پاك پوځ تعينات كړے شوے دے۔ د ټاكنو د سامان پو??نګ سټېشن ته د رسولو ، شمېرې او د د?? د ریټرننګ افسرانو دفترونو ته بېرته وړولو له د امنيت ذمه واري پاك پوځ ته سپارلې شوې ده۔ مجاز مبصرینو او میډیا ته به پو??نګ سټېشنونو ته د ننوتلو اجازه وي۔ په ګرد هېواد كښې 144 ډسټرکټ ریټرننګ افسران، 859 ریټرننګ و اسسټنټ ریټرننګ افسران ٬ 1 لاك 91 زره 526 پریذئیډانګ افسران او 7 لکه 85 زره 60 اسسټنټ پریذائیډنګ افسران تعینات كړې شوي دي۔ 5 زره ډیټا انټری آپریټرز د ای اېم اېس دلارې د نتيجو تدوين او ترسيل لپاره ريټرننګ افسرانو سره منسلك كړې شوي دي۔
په پاکستان كښې ټول ټاكنو لپاره پولنګ پيل شوے٬ 12 کروړ 79 لکه 21 زره 49 رجسټرډ ووټران به د خپلو كانديدانو ټاكنه كوي
مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ کے فوائد