اسلام آباد 17 مئي (اے پي پي) وزیراعظم “روډ ټو مکه” پراجیکټ كښې د پاکستان شاملولو، په سوډان كښې د ګېرو شوو پاكستانيانو په انخلاء او د سېلاب ځپليو په مرسته د سعودي عرب مننه كولو سره وئيلي دي د سعودي او ايران اړيكې د معمول له مخې راتللو سره به په منطقه كښې امن او د سلامتيا ودې له مرسته تر لاسه شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه وزيراعظم شهباز شريف د سعودي نائب داخله وزير ډاکټر ناصر بن عبدالعزیز الداؤد سره په ملاقات كړې چا چې د شورو په ورځ ده سره ملاقات كولو۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم تېر كال د سېلاب په مهال په مرسته كولو د سعودي عرب مننه وكړه۔ وزيراعظم په سوډان كښې د ګېرو شوو پاكستانيانو په انخلاء كښې په مرسته كولو هم د سعودي حكومت مننه وكړه ۔ دغسې وزيراعظم په “روډ ټو مکه” پراجېكټ كښې د پاكستان په شاملولو د سعودي حكومت ستائنه كړې ٬ “روډ ټو مکه” پراجيکټ به د اسلام آباد انټرنيشنل ايئرپورټ د لارې پاكستانو حج كوونكو ته سهولتونه وركوي۔ د سعودي عرب او ايران ترمېنځه اړيكې د معمول له مخې راتللو به اړه د اوسنۍ لوظنامې حواله وركولو سره وزيراعظم دا هيله څرګنده كړه چې دې سره به د سيمې امن او سلامتيا ته وده وركولو له مرسته تر لاسه شي۔ په دې مهال د سعودي نائب داخله وزير په مېلمستيا كولو د پاكستان مننه وكړه ۔ هغه ووئيل پاکستان او د سعودي عرب ترمېنځه تاريخي اړيكې قائم دي٬ هغه د پاكستان داخله٬ مذهبي چارو او د نشه اي توكو مخنيوي وزيرانو سره په ګټورو ملاقاتونو د اطمينان څرګندونه وكره ۔ هغه وزيراعظم ته ووئيل روډ ټو مکه پراجيکټ به راتلونكې كال تر لاهور او پېښور هوائې اډو پراخه كوٶ دغسې چې زياتو حج كوونكو ته سهولتونه وركړے شي
وزيراعظم “روډ ټو مکه” پراجيکټ كښې د پاکستان شاملولو، په سوډان كښې د ګېرو شوو پاكستانيانو په انخلاء او د سېلاب ځپليو په مرسته د سعودي عرب مننه وكړه۔ د وزيراعظم شهباز شريف د سعودي نائب داخله وزير ډاکټر ناصر بن عبدالعزيز الداؤد سره ملاقات
مضمون کا ماخذ : لوٹیریا کے اعدادوشمار