اسلام آباد۔16دسمبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف به 18 څخه تر 20 دسمبر د مصر سرکاری دورہ كوي٬ دے به په قاهره كښې كېدونكې د ډي اېټ 11 مه سرمشريزه غونډه كښې ګډون كوي۔ ?? خارجه دفتر وياندې لخوا د ګل په ورځ د جاري شوي بيان له مخې سرمشريزې غونډې څخه وړاندې نائب وزيراعظم او خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار به په 18 دسمبر د ډي اېټ د وزيرانو كونسل 21 مه غونډه كښې ګډون ګوي۔ ?? بيان له مخې د 11م ډي اېټ سمټ تھيم ” په ځوانانو كښې د سرمايه كارۍ او اېس اېم ايز ملاتړ كول: د سبا د معيشت تشكيل ” دے۔ په سرمشريزه غونډه كښې به وزيراعظم يو مضبوط او ټولشموله معيشت جوړولو له په ځوانانو او اېس اېم ايز كښې د سرمايه كارۍ په اهميت ٬ د ملازمتونو په پېدا كولو ٬ د جدت په زياتولو او مقامی انټرپرینیورشپ ته په وده وركولو زور راوړي۔ وزيراعظم به د ځوانانو په خپلو پښو اودرولو او مالياتي پرمختګ لپاره د پاكستان په ترغيباتو هم رڼا اچوي۔ هغه به په منځني ختيز كښې د اسرائيلي جارحيت په نتيجه كښې په رامخې ته شوې و??عه غور وفكر له په غزه او لبنان كښې د بشري بحران او تعمير نو په چېلنجونو د ډي اېټ په خصوصي غونډه كښې هم ګډون كوي۔ وزيراعظم به د فلسطين په صورتحال د پاكستان اصولي دريځ په ډاګه ??وي او په منځني ختيز كښې د امن په بحالۍ به زور راوړي۔ ?? سرمشريزې غونډې په موقعه هيله ده چې و??يراعظم په غونډه كښې ګډون كوؤنكو لارښودو سره دوه اړخيزه ملاقاتونه هم ??كړ??۔
وزيراعظم به 18 څخه تر 20 دسمبر د مصر سركاري دوره كوي: خارجه دفتر
مضمون کا ماخذ : کوئی شہزادی۔