د پاكستاني او چينائي اولس ترمينځه د رابطو په مضبوطولو او د پارليماني تبادلو په تسلسل اتفاق


اسلام آباد۔21جون(اے پی پی) پاکستان او چین د دواړو هېوادونو د اولس ترمينځه د رابطو په مضبوطولو او د پياوړې ملګرتيا وارثت راتلونكو نسلونو ته منتقل كولو لپاره د پارليماني تبادلو په تسلسل موافقت كړے دے۔ د سی پېک سیاسی ګوندونو د ګډې مشاورتي مېكانزم (جے سی اېم) درېمې غونډې څخه وروستو نائب وزیر اعظم او خارجه وزير اسحاق ډار او د کمیونسټ پارټي آف چائنا (آئی ډی سی پی سی) نړيوالې څانګې وزير او د كميونسټ پارټۍ سېنټرل كمېټۍ غړي ليو جيان چاؤ ميډيا سره خبرو كښې ووئيل غونډې د دوه اړخيزه اړيكو په اهميت د سياسي موافقت بشپړه څرګندونه كړې ده۔ نائب وزیراعظم او خارجه وزير چا چې د چين وزير لیو جیان چاؤ سره په ګډه د جے سي اېم غونډې مشري وكړه ٬ ووئيل دا اولنۍ موقعه ده چې اسلام آباد د جے سي اېم غونډې كوربتوب كړے دے او د وزيراعظم د چين اوسنۍ دورې څخه وروستو د دې اهميت څو چنده زيات شوے دے۔ ده ووئيل د پاكستان ټولو سياسي ګوندونو ته غونډه كښې د ګډون كولو بلنه وركړې شوې وه او د مشرانو لارښودو موجودګي د پاک چین اقتصادی راهدارۍ او سيمه ايز امن او پرمختګ لپاره د مضبوطې ملګرتيا په اهميت د موافقت مظهر دے۔ ده ووئيل سياسي ګوندونو د سي پېك منصوبو سره اړوند خپل عزم تكرار كړو او د سي پېك په دوهم پړاؤ كښې يۍ د دې اپ ګرېډېشن له د هڅو په روانو ساتلو اتفاق وكړو۔ نائب وزيراعظم ووئيل چې په غونډه كښې ګډون كوؤنكو لارښودو پاك چين اړيكې مضبوطولو له د سياسي ګوندونو د كردار پخلې وكړو۔ ده ووئيل آئي ډي سي پي سي به نور بېن الپارليماني خبرو له 300 پاکستانی پارليمنټېرينز ته د چين دورې كولو بلنه وركوي۔ اسحاق ډار ووئيل جے سي اېم پاك چين اړيكو سره سره سي پېك ته هم نوې روح وركړے دے۔ ده هيله ولرله چې د دواړه لارښودو او اولس تصور له مخې دوه اړخيزه ملګرتيا به لا مضبوطه شي۔ د چين وزیر لیو جیان چاؤ ووئيل چين او پاكستان د سي پېك په اهميت او اولس لپاره د دې په ګټو متفق دي۔ ده ووئيل د نړيوالو چېلنجونو په تناظر كښې د چين او پاكستان ترمينځه همكاري زياته مهمه ده۔ ده هيله ولرله چې سیاسی ګوندونه به د دواړو هېوادونو ترمينځه ژورې همكارۍ له هڅې روانې ساتي۔ د اولس ترمينځه د رابطې په حاجت زور راوړلو سره ليو جيان چاؤ په خاص توګه د جعلي خبرونو په چېلنج قابو موندلو او په زړه پورې تفاهم ته وده وركولو له د ميډيا رابطو كښې د زياتوالي په حاجت زور راوړو۔