اسلام آباد 16جون(اے پی پی)د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې او د پاكستان مسلم ليګ(ن)نوې منتخب شوې د اطلاعاتو سېكرټري مريم اورنګزېب د جمعې په ورځ د مسلم ليګ(ن)جنرل كونسل په غونډه كښې قائد محمد نواز شريف٬صدر شهباز شريف٬چيف آرګنائزر مريم نواز٬د ګوند مشرانو٬لارښودو٬كارمندانو او اولس ته پیرزوينې وړاندې كولو٬كشميري اولس سره د يو والي څرګندونې پشمول د 9 مئي 2023 پېښې غندنې كولو په حقله قراردادونه وړاندې كړل كوم چې د جنرل كونسل په غونډه كښې منظور كړی شو۔د جمعې په ورځ د مسلم ليګ(ن)جنرل كونسل غونډې ته په وينا كښې د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې او د پاكستان مسلم ليګ(ن)نوې منتخب شوې د اطلاعاتو سېكرټري مريم اورنګزېب د جمعې په ورځ د مسلم ليګ(ن)جنرل كونسل په غونډه كښې قائد محمد نواز شريف٬صدر شهباز شريف٬چيف آرګنائزر مريم نواز٬د ګوند مشرانو٬لارښودو٬كارمندانو او اولس ته پیرزوينې وړاندې كولو سره مننه وكړه۔دې ووئيل د مسلم ليګ(ن)د اطلاعاتو سېكرټري ټاكل كېدل زما لپاره د وياړ وړ خبره ده۔په غونډه كښې د اطلاعاتو نوي سېكرټري قرارداد وړاندې كړو چې مسلم ليګ(ن)جنرل كونسل غونډه خپل قائد محمد نواز شريف همت او بصيرت ته سلام كوي چا چې د سخت جبر او سياسي انتقام په مړانه مقابله كړی۔په دې مهال نواز شريف ذاتي ستونزې هم زغملي خو يو ساعت يې هم په خپل استقامت كښې كمزوري نه ده ښودلې۔قرارداد كښې وئېلي شوي چې نواز شريف د خپلې سياسي حكمت عملۍ سره د سازشونو مقابله كړې٬په دې د مسلم ليګ(ن)مشران او كارمندان هغه ته پېرزوينې وړاندې كوي او د دې قرارداد د لارې د نواز شريف د عظيم قربانو اعتراف كوي۔په غونډه كښې مريم نواز چا چې د پاكستان٬ګوند او كارمندانو لپاره په مړانه مقابله كړی٬هغې ته هم پېرزوينې وړاندې كوي۔د جنرل كونسل په غونډه كښې دا قرارداد د رايو اتفاق سره منظور كړی شو۔د اطلاعاتو سېكرټري مريم اورنګزېب د ګوند صدر او وزيراعظم شهباز شريف ته پېرزوينه وړاندې كولو قرارداد هم په غونډه كښې وړاندې كړو كوم چې منظور كړی شو۔په قرارداد كښې وزيراعظم محمد شهباز شريف ته په زړه پورې پېرزوينې وړاندې كړی شوي دي۔مريم اورنګزېب د جنرل كونسل په غونډه كښې د ګوند مشرانو٬لارښودو او كارمندانو ته پیرزوينې وړاندې كړی٬په قرارداد كښې وئېلي شوي چې دې قيادت د خپل ګوند منشور او نظريې په هر وخت كښې پالنه كړی۔مريم اورنګزېب د كشمير كاز سره تاريخي٬روايتي تړون پخلي كولو سره د مقبوضه كشمير بهادر اولس سره د يو والي څرګندونې قرارداد هم د جنرل كونسل په غونډه كښې وړاندې كړو كوم چې منظور كړې شو۔دې ووئيل د ملګرو ملتونو قراردادونو له مخې د پرله پسې هلو ځلو حمايت كولو سره د كشميري اولس قربانو ته پېرزوينې او شهيدانو ته سلام كوم۔دې د جنرل كونسل په غونډه كښې يو بل قرارداد وړاندې كړو چې پكښې د 9 مئي پیښې سختې غندنې كولو غوښتنه كولو سره وئيلي شوي په قامي ادارو٬اولس او پاك پوځ په ضد سازش كونكې كردارونو٬سهولت كارو او منصوبه كونكو له د هېواد د قانون له مخې سخته سزا وركړې شي دغسې چې په سباؤن كښې څوك هم په هېواد كښې دا ډول سازش ونه كړي۔په غونډه كښې دا قرارداد هم منظور كړې شو
د مسلم ليګ(ن)جنرل كونسل غونډه٬مريم اورنګزېب د اطلاعاتو سېكرټري منتخب٬د ګوند مشرانو٬كارمندانو او اولس ته پیزورينې وړاندې كولو٬كشميري اولس سره د يو والي څرګندونې او د 9 مئي پېښې د غندنې قرارداد منظور كړی شو
مضمون کا ماخذ : ہیوگو 2