اسلام آباد۔3اپرېل(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې مونږ تل هيواد له سختو حالاتو څخه راويستلې، داسې وخت به راشي چې حالات به بدل شي، دا زما ايمان دے ٬ د آئي اېم اېف په وروستي شرط خبره روانه ده٬ عمران خان پاكستان معاشي دلدل ته ټېله كړې دې٬ د ملګرو هېوادونو په ضد پخوانو واكمنو بدزباني كړې٬ د تېر حكومت آئي اېم اېف پروګرام دلاسه د ګرانۍ چپې راروانې دي۔ د ګل په ورځ د مسلم ليګ ميډيا سېل لخوا د جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د مسلم ليګ نون پارليماني ګوند غونډه په پارليمنټ هاؤس كښې وشوه۔ وزيراعظم ووئيل مونږ تل هيواد له سختو حالاتو څخه راويستلې، داسې وخت به راشي چې حالات به بدل شي۔ ده ووئيل حالات سخت دي خو زمونږ نيت صفا دے او كه پاك پروردګار ته منظور وي حالات به ښه شي۔ ده ووئيل آئي اېم اېف د وفاقي حكومت لاس پښې تړلې دي٬ د آئي اېم اېف شرطونه منلې شوي دي٬ آئي اېم اېف سره په وروستي شرط خبره روانه ده۔ ده ووئيل 10 كروړه بې وزله كورنيو ته مو وېړيا اوړه وركړل۔ وزيراعظم ووئيل ورونړا هېوادونه د پاكستان مرسته كوي۔ ده ووئيل د وزیراعظم نواز شریف په مشرۍ كښې كال 2014 څخه تر كال 2018 پاكستان د پرمختګ په لاره روان وو۔ ده ووئيل هېواد تباهي خپرونكي سېلاب سره مخ شو ٬ 100 اربه روپۍ يوازې وفاق څخه سېلاب ځپليو ته وركړې شوې۔ ده ووئيل عمران خان پاكستانې معيشت دلدل ته ټېله كړو٬ د ملګرو هېوادونو په ضد يۍ بده خله وكاروله ٬ د چين په منصوبو يۍ تورونه ولګول٬ عمران او د ده حواريانو ووئيل د چين په منصوبو كښې 45 فيصده كرپشن شوے دے٬ چين د 30 اربه ډالرو سرمايه كاري وكړه او ده تورونه اولګول۔ ده ووئيل اسرائيل سره د تجارت پېل كولو دروغ خپرولې شي كوم چې د غندنې وړ دي۔ ده ووئيل يو انفرادي شخص د پاكستاني حكومت د پالېسۍ سره څه تعلق لري؟ تر كومې چې فلسطيني اولس ته خپل حق وركړې شوې نه وي پاكستان به په خپل اصولي دريځ ولاړ وي۔ وزيراعظم ووئيل معاشي بهترۍ له سياسي استحكام لازمي دے۔ ده ووئيل سیاسی عدم استحکام پېدا كوؤنكو ته عدالت څخه شپه او ورځ ريليف ترلاسه كېږي٬ زمونږ مشرتابه او غړو سره بل ډول رويه وه۔ ده ووئيل كه د عمران خان كورودانې اولسي نمائنده او سركاري عهدېداره نه وه نو مريم نواز شريف سره كومه عهده وه؟ دا د تلې په چابړو كښې فرق دے۔ ده ووئيل پاكستان نن په حقيقت كښې د تاريخ نازك دور څخه تېږېږي٬ مونږ ټولو له به د فسطائیت مقابله كول وي۔ ستاسو قربانۍ به بې ځايه نه ځي۔ ده ووئيل دعا ده چې زمونږ په ژوند هېواد تنګدستۍ څخه وځي يا لږ تر لږه دې كښې تر ډېره حده بهتري راشي۔ وزیراعظم شهباز شریف د ګوند غړو او لارښودو ته زبردست خراج تحسين پېش كولو سره ووئيل تاسو په سختو حالاتو كښې د لارښود نواز شريف او ګوند زړه ورتيا سره ملګرتيا كړې٬ لكه د غر مضبوط ولاړ پاتې شوۍ٬ په تاسو وياړ دے۔ د قانون وفاقي وزير سېنېټر اعظم نذير تارړ او د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار د پارليماني ګوند غونډې ته بريفنګ وركړو۔
عمران خان پاكستان معاشي دلدل ته ټيله كړې ٬ مونږ تل هيواد له سختو حالاتو څخه بهر كړے، وزيراعظم شهباز شريف
مضمون کا ماخذ : estatísticas quina