اسلام آباد 07 جون (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهبازشریف او د چین صدر شي جن پنګ د دواړو هېوادونو ترمينځه موجود كجامع شراکت داري لا مستحکمولو ، د سي پیك اپ ګریډیشن او دويم پړاؤ كښې پرمختيائي منصوبې مخ په وړاندې بوللتو ته اتفاق كړے۔ دواړو لارښودو سیاسي ، امنيتي، اقتصادي، تجارتي او د اولس ترمينځه د تبادلو پشمول په بيلو څانګو كښې مرستې ته لا ودې وركولو له د عزم څرګندونه كړې۔ د جمعې په ورځ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري شوي بیان له مخې وزیراعظم محمد شهبازشریف تاریخی ګریټ هال آف دی پیپل كښې د چين صدر شی جن پنګ سره اوږد او تفصیلي ملاقات کړے۔ دواړو لارښودو سره وفاقي وزيران او اعلیٰ چارواكي هم موجود وو۔ وزیراعظم په چین كښې په تود هركلي كولو د صدر شی جن پنګ مننه وكړه۔ ده په كال 2015 كښې د صدر شي جن پنګ د پاکستان تاریخی دورې یادګېرنه وكړه د كومې په مهال چې چین-پاکستان اقتصادي راهداري په رسمي توګه فعاله کړې شوې وه او دوه اړخيزه اړيكو كښې يو نوے باب رامخې ته شوے ؤ۔دواړه لارښودو د دواړو هېوادونو ترمينځه د موجود جامع شراکت دارۍ توثیق وکړو او د دې لا مستحکمولو ته صلاح شول ۔ دواړو لارښودو سیاسي ، سکیورټي، اقتصادي، تجارتي او د اولس ترمينځه تبادلو پشمول بيلو څانګو كښې مرستې ته لا ودې وركولو له د عزم څرګندونه هم وكړه ۔دغس ېدوي په سيمه ايزو او نړيوالو چارو پشمول افغانستان، فلسطین او د سوئيلي اسياﺀ پشمول د هند غیر قانوني قبضه كړي مقبوضه جمو او کشمیر كښې د بشري حقونو په سنګین صورتحال د خيالاتو څرګندونه هم وكړه۔ دواړو ډلو د يو بل بنیادي د خوښې چارو له د خپلې مرستې پخلے وكړو ۔ د صدر شي جن پنګ ویژنری بیلټ اینډ روډ انیشیټو (بي آر آئي ) او ګلوبل ډویلپمنټ انیشیټو (جي ډي آئي) ستائلو سره وزیراعظم په دې خبره زور راوړو چې بي آر آئي د فلیګ شپ منصوبې په توګه چین پاکستان اقتصادي راهدارۍ (سي پیك) د پاکستان سماجي او اقتصادي پرمختګ كښې په زړه پورې كردار ترسره كوي۔ دواړو لارښودو د سی پیك ترمخه روانو لويو منصوبو په وخت بشپړولو ته هم اتفاق وكړو۔ وزیراعظم د سي پیك ترمخه د دواړو هېوادونو پرمختيائي تګلارو ترمينځه همغږۍ ته ودې وركولو له د پاکستان د عزم پخلے وكړو۔ده پاکستان كښې د چينائي وګړو ، منصوبو او ادارو حفاظت او سلامتیا لپاره د پاکستان د عزم پخلے وكړو۔ وزیراعظم صدر شی جن پنګ د اقتصادي اصلاحات او كوټلې پرمختګ ، صنعتی پرمختګ ، زرعي جدید کارۍ او سيمه ايزو رابطو لپاره د پاکستان د پالیسيو او د پاکستان په پرمختګ كښې د سی پیك مهم کردار په اړه خبر كړو۔ صدر شي جن پنګ د وزیراعظم په اعزاز كښې د ماسخښتن ميلمستيا هم وركړه چرته چې د شريكې خوښې په چارو د خبرو اترو يو بل دور وشو ۔ په 2024 كښې د چوكۍ سنبھالولو نه پس د چین صدر سره دوزیراعظم شهباز دا وړومبے ملاقات ؤ۔ دا ملاقات د دوه اړخيزه ملګرتيا او دواړو هېوادونو ترمينځه د قوي اړيكو عکاسي ده۔
د وزیراعظم محمد شهباز شریف د چین صدر شي جن پنګ سره ملاقات، د دواړو هېوادونو ترمينځه موجود جامع شراکت داري لا مستحکمولو ، د سي پیك اپ ګریډیشن او دويم پړاؤ كښې پرمختيائي منصوبې مخ په وړاندې بوتللو ته اتفاق
مضمون کا ماخذ : ریل رش