اسلام آباد 13 دسمبر (اے پي پي) د سېنېټ چیئرمېن سید یوسف رضا ګیلاني د سېنېټر اعجاز چوهدري د ګړفتارۍ په معامله ځواب غوښتے دے?? د ??معې په ورځ سېنېټ غونډي په مهال سېنېټر عون عباس د اولسي اهمیت په معامله خبره كښې ووئيل د سېنېټر اعجاز چوهدري صحت ښه نه دے،هغه په زندان كښې دے۔د هغه اكاؤنټس منجمد كړے شوي۔د هغه پروډكشن آرډر دې جاري كړے شي۔حكومت ته هم درخواست شوے چې دا معامله اوګوري۔د سېنېټ چیئرمېن ووئيل په دې معامله د اړوندو وزارتونو، صوبائی حك??متونو او چا??وا??و سره خبره شوې۔ د قانون وزیر ، د كورنيو چارو وزير، صوبائي حك??مت او اړوندو چاروكاو ته دا معامله لېږلې شوې ۔هيله لرو چې هغوي به په دې په سنجیدګۍ سره ضروري اقدامات وكړي۔
مضمون کا ماخذ : جادوئی اسپن