اسلام آباد 26 جنوري (اے پي پي) د خارجه چارو وزیر مملكت حنا ربانی كھر به په 30 جنوري جنیوا كښې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو كونسل كښې د پاكستانی پلاوي مشري كوي۔دا خبره د خارجه دفتر وياندي ممتاز زهرا بلوچ د زيارت په ورځ پریس بریفنګ په مهال كړي۔دې ووئيل وزیر مملكت به د بشري حقونو كونسل كښې یونیورسل پیریاډك ریویو عمل ترمخه د پاكستان قامی پرمختګ رپورټ وړاندې كوي،دا به د پاكستان څلورمه جائزه وي،دې څخه وړاندې په كال 2008، 2012 او 2017 كښې د دې عمل له مخې د پاكستان جائزه اخستلې شوي۔وياندي ووئيل وزیر مملكت به خپل پریزنټیشن كښې پاكستان د اړخه تيرو 5 كلونو كښې د بشري حقونو تحفظ لپاره شوي قانونی، پالیسی، انتظامی او اداره جاتی اقدامات خاكه وړاندې كوي،دې نه ځانله هغه به د بشري حقونو په اړه د پاكستان مهم شراكت هم رامخې ته كوي۔
مضمون کا ماخذ : پریمیوس لوٹومینیا