اسلام آباد 10 دسمبر (اے پي پي) د قومي غذائي تحفظ او تحقيق وفاقي وزير سيد فخر امام وئيلي دي چې پاسكو د 10 لكه ټنه غنمو ذخيرې لري، 50 زره ټن غنم افغانستان ته ډونېټ كوو، د كومې هم صوبې اضافي ضروريات پوره ك??لو لپاره غنم موجود دي. ده دا خبرې د پاسكو غونډې مشري ك??لو په مهال وكړې. په غونډه كښې د نېشنل فوډ سېكټورټي سېكرټري طاهر خورشيد او د پاسكو اېم ډ?? عمران ناصر هم ګډون وكړو. په دې موقع د پاسكو اېم ډ?? عمران ناصر وفاقي وزير ته د غنمو اوسني سټاك او د دې د اېلوكېشن په اړه بريفنګ وركړو. وفاقي وزير ووئ??ل چې په هېواد كښې غنم سرپلس دي، پاسكو د كال ??ه پاې كښې هم تقريباً 10 لكه ټنه د غنمو ذخيرې لري. ده ووئ??ل چې 50 زره ټن غنم افغانستان ته ډونېټ كولې شي. ده ووئ??ل چې مونږ غواړو چې په دې سخت ??خت كښې د افغان اولس مرسته وكړو. ده ووئ??ل چې په افغانستان كښې د قحط مخ نيوي لپاره به هر ډول ممكنه هڅې كولې شي.
پاسكو د 10 لكه ټنه غنمو ذخيرې لري، 50 زره ټن غنم افغانستان ته ډونېټ كوو. د قومي غذائي تحفظ وفاقي وزير سيد فخر امام د پاسكو په غونډه كښې څرګندونې
مضمون کا ماخذ : کراچی لاٹری