اسلام آباد 27 ستمبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي چې نېشنل ټورازم ايوارډز آف ايکسيلينس د دې خبرې اهميت رامخې ته كوي چې پاکستان د سېلګرۍ او مېلمستيا په څانګو كښې ځانګړې پېشرفت كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ د سېلګرۍ نړيوالې ورځ په لړ كښئ د پي ټي ډي سي او د ډسکور پاکستان په اشتراك سره دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه٬ په سږني كال د سېلګرۍ نړيواله ورځ د “سېلګرۍ او امن” په سرخط لمانځلې كېږي او د پاكستان حکومت امن، پوهې او اقتصادي پرمختګ ته په وده وركولو كښې د سېلګرۍ صلاحيت تسليمو٬ زه ټولو ايوارډ يافته كسانو او تنظيمونو ته د سېلګرۍ په څانګه كښې په شاندار خدماتو مباركي وركوم او د پاكستان شاندارې سېلګرۍ، كلتور او د مېلمستيا په ګرده نړۍ كښې د خپرونو د هلو ځلو ستائنه كوم۔ په دې موقع د پاکستان ټورازم ډوېلپمنټ کارپوريشن او ډسکور پاکستان تر سيوري لاندې په اسلام آباد كښې د وړومبني نيشنل ټورازم ايوارډز آف ايکسيلينس تابيا شوې چې پكښې ھغه پاکستانيانو او څانګو ته اېوارډ وركړې شوي كومو چې د سېلګرۍ او مېلمستيا د څانګو ودې لپاره خپله كردار لوبولې۔ په دستوره كښې سفيرانو٬ سينئر سرکاري افسران او د سېلګرۍ او مېملستيا څانګې شراكتدارو ګډون كړې۔ په دستوره كښې د سېلګرۍ او مېلمستيا په څانګه كښې په 20 بېلا بېل کيټيګريز كښې ځانګړې خدماتو ترسره كوٶنكو شخصياتو او څانګو ته اېوارډز وركړې شول
امن، پوهې او اقتصادي پرمختګ ته په وده وركولو كښې د سېلګرۍ صلاحيت تسليموٶ۔ د وفاقي وزير احسن اقبال د پي ټي ډي سي او د ډسکور پاکستان په اشتراك دستوره ته وېنا
مضمون کا ماخذ : جوگوس ڈی لوٹیریا آن لائن